روغه سټه

د ورزش لپاره غوره وخت

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

ډاکټران تل د ښې روغتیا لپاره د ورزش په کولو سپارښتنه کوي، ځکه تجربو ثابته کړې چې ورزش د عمر د ډیریدو تر څنګ په ښه روغتیا کې هم مرسته کوي.

کارپوهان وایي هغه کسان چې لږ تر لږه د ورځې ۱۵ دقیقې ورزش کوي په اوسط ډول یې عمر ۳ کاله ډیریږي او له ناروغیو لرې وي. د ورزش د ګټو په اړه به مو ډیر اوریدلي وي، خو اوس پوښتنه دا ده چې د ورځې په کومه برخه کې د ورزش کول ګټور دی؟

۱- سهار وختي ورزش کول
یو شمېر کسان به مو لیدلي وي چې د ورځې په پیل یعنې سهار وختي او یا هم د ورځې په پای کې ورزش کوي. سهار وختي د ورزش لپاره نامناسب وخت نه دی، خو په دې وخت کې بدن په بشپړه توګه له خوبه نه وي راویښ شوی، نو له دې کبله وړاندیز کیږي چې د خپل ورزش وخت بدل کړئ.

۲- له غرمې مخکې ورزش کول
تر غرمې مخکې به مو ډېر کم خلک لیدلي وي، چې ورزش کوي، څیړونو ښودلې دا وخت د قوي ورزشونو لکه منډې او نورو لوبو لپاره تر ټولو غوره وخت دی، هڅه وکړئ چې په دې وخت کې ورزش کولو ته دوام ورکړئ، خو په دې شرط چې ډیره ناشته یا سباناری مو نه وي خوړلی. په یاد ولرئ چې د ورزش پرمهال باید د انسان معده په بشپړه توګه خالي هم نه وي.

۳- د ماسپښین ورزش کول
روغتیا پالان وايي ماسپښین مهال د انسان بدن دوه ساعته وخت ته اړتیا لري، څو خوړل شوې ډوډۍ هضم کړي. له غرمې وروسته له ۴ بجو څخه تر۷ بجو پورې وخت د ورزش لپاره ډیر مناسب ګڼل شوی دی.

په ماسپښین کې د ورزش کولو په اړه د آلمان د بدني روزني د پوهنتون ډاکټر اینګو فروبوزه وايي په دې وخت کې د انسان د بدن مختلفي برخې په خپل ټول توان سره فعالیت کوي او یا هم د فعالیت لپاره د چمتو والي په حال کې وي، له همدې کبله د ورځې په دې وختونو کې تر ټولو قوي ورزشونه هم انسان ته سپک او آسانه ښکاري. نو په دې اساس په ماسپښین کې ورزش کولو مه هیروئ

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي