په روژه کې کوم ورزش وکړو؟

ژباړ: مریم محمدي

که چیرې تاسو د روژې له امله خپل ورځنی ورزش پريښی وي، نو په دې اړه له سره تصمیم ونیسئ، ځکه ورزش روژې ته هیڅ زیان نه رسوي.

۱- ورزش او روژه نیول

هغوی چې په روژه کې له ورزش کولو ډډه کړې، یا هم فکر کوي چې د ورزش له امله به یې روژه سخته شي، دا خبره روغتیاپالانو رد کړې، دوی وايي چې په روژه کې له ورزش سره د انسان مغز، د لاس او پښو عضلات او پوستکی تازه کیږي.

هغوی چې غواړي د بدن وازګې له مینځه یوسي په روژه کې ورته ورزش کول غوره موقع ده، په دې وخت کې وازګې سوځیږي، او د بدن وزن نورمال حالت کې پاتې کیږي.

۲- په روژه کې د ورزش مناسب وخت

يه دې میاشت کې د ورزش یو ښه وخت له تروایح لمونځ وروسته دی، ځکه چې په دې وخت کې بدن کولای شي اوبه او ګټور مواد په اسانۍ سره جذب کړي.

دغه راز د ورزش په جریان کې کولای شئ د میوو له اوبو هم ډېره استفاده وکړئ، همدارنګه کولای شئ ځینې ورزشونه له روژه ماتې او پیشلمې وروسته وکړئ.

۳- په روژه کې کوم ورزشونه وکړئ؟

د سختو ورزشونو کول د دې سبب کېږي چې د زړه ضربان( درزا) ۱۵۰ ته ورسیږي، په رژه کې ترې ډډه وکړئ، بیا په تیره له روژه ماتې مخکې خو بیخې سخت ورزش مه کوئ، روغتیا پالان سپارښتنه کوي چې په دې میاشت کې ډېر اسانه ورزشونه دې وشي.

تر ټولو غوره ورزشونه بیا دا دي؛ پیاده تک، بایسکل چلونه او ورو یا ورو ورو مڼده وهل، چې په دې سره نه یوازې دا چې ستاسو روغتیا ته ګټه رسیږي، بلکې د ولږې او تندې احساس هم نه کوئ.

له ورزش وروسته او مخکې باید کاربوهایدریت او پروټین لرونکې خواړه وخورئ، تر څو د وجود انرژي مو زر پوره شي.

سرچینه: asanteb.com