خوندیتوب روغه سټه کورنی ژوند

آیا د اُمېندوارۍ پر مهال ورزش کول ګټور او مناسب دي؟

لیکنه: پلوشه فضلي

لا هم ډېري ښځي نه پوهېږي چي د اُمېندوارۍ پر مهال ورزش وکړي او کنه؟ کوم ورزش وکړي، څه وخت يې وکړي او څنګه يې وکړي؟ دا مطلب همدې پوښتنو ته ځواب وايي.

د اُمېندوارۍ پر مهال ورزش کول ډېري ګټي لري البته ورزش باید مناسب وي؛ ورزش کول د ښځو سره ددې له پاره چي د اُمېندوارۍ پر مهال روغي و اوسیږي؛ مرسته کوي. ځکه چي ورزش انسان ته ښه احساس ورکوي او د ستومانتیا او ملا درد مخنیوی کوي.

کومي ښځي چي د اُمېندوارۍ وړاندي ورزش کوي د اُمېندوارۍ وروسته دي هم خپل ورزش ته ادامه ورکړي؛ خو مناسب ورزش لکه د ایروبیګ حرکتونه ( چي په اړه يې د لیکني په وروستیو کښي مالومات راغلي دي).

کومي ښځي چي د اُمېندوارۍ څخه وړاندي يې ورزش کول عادت نه و، د ډاکټر په مشوره دي ورزش شروع کړي؛ اړتیا نسته چي دوی دي سخت ورزش او نوي حرکتونه وکړي دوی کولای سي چي یوازي د پلي تګ غوندي ساده ورزش انتخاب کړي.

ورزش باید په ورځ کښي ۳۰ دقیقې وکړی سي یا په اونۍ کښي دې څو ورځي په همدومره وخت ترسره کړي. ورزش کول یوازي هغو ښځو ته توصیه کیږي چي په اُمېندوارۍ کښي ستونزه و نه لري دا چي کومو ښځو ته د اُمېندوارۍ پر مهال د ورزش اجازه نسته؛ په لاندي ډول دي:

کومي ښځي چي د شکري یا د زړه ناجوړي ولري باید ورزش و نه کړي او یا د لاندینیو ناجوړیو درلودونکي وي:

– ویني بهېدل یا خون ریزی ولري؛
– جنین يې کښته وي؛
– د جنین د نقصان یا ضایع کېدو خطر ولري او یا يې پر له پسې څو ځلي دا کار تکرار کړی وي؛
پاته دي نه وي چي په ټولو حالاتو کښي د ورزش د شروع کېدو وړاندي باید اُمېندواري ښځي د خپلي ډاکټري مشورې واخلي.

د کومو نښو نښانو په لیدلو سره باید ورزش و نه کړل سي؟

اُمېندواري ښځي که لاندي نښي نښانې په ځانو کښي وویني باید ورزش و نه کړي او خپلي ډاکټري سره مشوره وکړي:

– د سینې په قفس کښي د درد احساسول
– په ملا او لګن خاصره کښي د درد احساس
– سر دردي
– د کمزورۍ احساس؛ خواګرځي، ګنګستیا او د ویني بهېدل
– د زړه ناڅاپي او غیرمنظم ډول تپېدل
– په تګ کولو کښي ستونزي لرل

د اُمېندوارۍ مخکي باید کوم ډول ورزش وکړل سي؟

د اُمېندوارۍ پر مهال باید نرم، ساده او آسانه ورزش وسي چي پر بدن په ځانګړي ډول پر ملاء او نس باندي ډېر فشاء را نه سي: پلی تګ، لامبو، ورزشي بایسکل چلونه او ایروبیک حرکتونه ساده ورزشونه دي. ایروبیک یو ډول ساده ورزشي حرکتونه دي چي په کولو سره يې زړه او عصبي سیسټم قوي کیږي دا ساده حرکتونه په کور کښي هم کیږي او په کولو سره يې د بدن اضافي وازده هم ویلي کېدلای سي.

منبع: chetor.com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي