بریا او پرمختګ

د نړۍ د ۱۰ برياليو کسانو ۱۰ غوره ويناوې

ژباړه: محمد عزيز پردېس

خپل ذهن او فکر مو يوازې له هغو څيزونو څخه ډک کړئ، چې ستاسو په پرمختګ کې رول ولوبوي.
(اپراوينفري)

په سهار کې يوازې يو کوچنی مثبت فکر کولی شي چې ستاسو ټولې ورځ ته بدلون ورکړي.
(دالايي مالا)

ماته يا شکست، د ښه فکر کولو او ډېرې هوشمندۍ د بيا پيلولو لپاره يو چانس دی.
( هنري فورډ )

هيله څه ده؟ هيله د هغه څه لپاره اميدواره پاتې کېدل دي چې حتما به يوه ورځ تحقق پيدا کوي.
( نورمن وينسنت )

هر څه خپله ښکلا لري، خو هر څوک يې نشي ليدلی.
(کنفوسيوس)

د ژوند په ځينو پړاوونو کې تاسو مجبور ياست چې د خپلو ډارونو او وېرو سره مخ شئ.
( توماس اريک )

هېڅکله نشئ کولی چې په بيرونۍ نړۍ کې پرته له هغه څه څخه چې په خپل ذهن کې مو کسب کړي دي، څه لاس ته راوړئ.
( برايان ټريسي )

تاسو هم کولی شئ هر هغه کار چې مينه ورسره لرئ، ويې کړئ؛ يوازې باور وکړئ چې کولی يې شئ.
( جک کنفليډ )

خوښي هغه وخت خوښي ده چې هغه څه چې فکر کوئ، هغه څه چې وايئ او هغه څه چې ترسره کوئ يې؛ له يو او بل سره همغږي ولري.
( ګاندي )

پلار او مور يوازې کولی شي چې ښه نصيحتونه وکړي او خپل اولادونه يو ښه لوري ته برابر کړي، خو د شخص د شخصيت وروستۍ بڼه جوړول خپله د فرد په لاس کې ده.
( ان فرانک )

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی