بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

د دې ۱۰ الهام بښوونکو لارښوونو په لوستلو به پښېمانه نشئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

۱) کله ناکله بايد سرو زرو کڅوړې پسې هڅه وکړې، خو کله ناکله بايد ځان ته هم استراحت ورکړې. مطلب دا چې داسې هم نه ده پکار چې ټول عمر او تل دې په کار بوخت وې، د انسان د روغتيا څخه هېڅ څه مهم او ارزښت لرونکي نه دي.

۲) خلاق واوسه. ته هنرمند يې. ته هغه څوک يې چې الله تعالی ټوله نړۍ ستا د خدمت لپاره ګومارلې. د خپل انځور دې رسم کړه، خپل رنګونه انتخاب کړه او هغه رنګونه چې ستا د مسير مخه نيسي؛ هېر يې کړه.

۳) په ژوندانه کې دې د ځان لپاره يوه داسې کړنلاره وټاکه چې ترټولو غوره وي. د لومړني ګام په پورته کولو سره ناهيلی او ستړی کېږه مه. هڅه وکړه چې خبرې او اعمال دې سره برابر وي.

۴) د ټولو نه مهمه دا ده چې بايد د سم مسير په لوري حرکت وکړو، خو بايد د خپلې موخې په ترلاسه کولو کې دومره هم غرق نشو چې روان ژوند او خوندونه هېر کړو.

۵) ژوند اسانه نه دی، خو دومره ستونزمن هم نه دی چې له کولو يې انکار وشي. راځئ چې د هغو کليشه يي کلماتو له ويلو څخه ډډه وکړو چې په حقيقت کې څه نه دي، خو په تکرارولو يې يواځې خپل اذهان مغشوشوو.

۶) دا چې نااشنا څه ومومې او کشف يې کړې، په هکله يې ډار مه کوه. نوي څه پيدا کول او د نوي څه سره مخاخمېدل که نور څه نه وي، تجربه ده او پخوي مو.

۷) له هغو مسيرونو څخه چې وړاندې هېڅ نه يې تېر شوی، ويې وازمايه؛ ښايي سبا ته بيا دا موکه ونه مومې.

۸) ټول هغه کارونه چې پوهېږې باید ترسره يې کړې، ويې کړه. راتلونکی نسل او لمسيان به دې درباندې ووياړي.

۹) ته بې نظيره، بې مثاله او يوه خلاقه څېره يې. نو خوښي وکړه او ارامه واوسه. مه پرېږده چې بې نظيره پاتې کېدل دې د خجالتۍ لامل شي. دا په ياد ولره چې د آسمان د ښکلا لپاره هر ستوری ښکلی دی.

۱۰) دا په اطمينان سره ومنه چې ځيني څيزونه ممکن او ځيني غير ممکن دي او همدا ته يې چې د دوی ترمنځ به تفکيک کوې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی