سپورټ نړیوال کرکټ

د افریقا پر وړاندې د پاکستان ماتې دوام لري

 په جنوبي افریقا کې د کوربه او میلمه پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ هم د جنوبي افریقا په بریا سره پیل شوه.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ ټیسټ او ۵ پنځوس اوریزه لوبو د ترسره کیدو وروسته درې ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ هم پرون ماښام پیل شوه، چې پکې افریقايي لوبډلې په ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د پاکستان د څه باندې تیرو دوه کلونو راهیسې د ۹ مسلسل بریاوو لړۍ پای ته ورسوله.

 په سیالۍ کې جنوبي افریقا لوبډلې د لوبډلمشر فاف ډوپلسیسز د ۷۸ او اوپنر رضا هینډریکز د ۷۴ منډو پرمټ د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې پاکستان ته د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ، خو پاکستانۍ لوبډله دغه ټارګیټ ته په رسیدو د لوبډلمشر شعیب ملک د ۴۹، حسین تلات د ۴۰ او بابر اعظم د ۳۸ چټکو منډو جوړولو سره سره بیا هم ۶ منډې وروسته پاتې شوه.

 په دې ماتې سره د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۹ مسلسل ۲۰ اوریزه سیالیو د بریا لړۍ هم پای ته ورسیده او د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۱۱ زیاتو بریاوو ریکارډ لا هم په خپل ځای پاتې شو.

پاکستانۍ لوبډلې د ۹ مسلسل سیالیو په بریاوو کې ۵ ځل اسټرالیا، ۳ ځل نیوزیلینډ او یو ځل زیمبابوې ته ماتې ورکړې وه، خو د نیوزیلینډ خلاف یې خبره په ماتې سره تمامه شوه.

 له دې وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ م کلونو کې په ۱۱ مسلسل لوبو کې د بریا په خپلولو سره نړیوال ریکارډ په خپل نوم ثبت کړی دی، چې په کې یې ۵ ځل ایرلینډ، ۴ ځل متحده عربي اماراتو، یو ځل ویسټ انډیز او یو ځل د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

 د یادونې وړ ده، چې د پاکستان وروسته یو ځل بیا افغان کرکټ ملي لوبډله په ۷ مسلسل بریاوو سره دغه لړۍ روانه ساتلې ده، چې په تیر ۲۰۱۸ م کال کې یې درې ځل بنګله دیش، دوه ځل زیمبابوې او دوه ځل ایرلینډ ته ماتې ورکړې دي او د ایرلینډ خلاف په روانه فیبرورۍ میاشت کې کېدونکو درې ۲۰ اوریزه لوبو کې د بریاوو په خپلولو سره دغه لړۍ لا هم ژوندۍ ساتلی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی