سینما او موسیقي

سوناکشي په داسې ‌ډیالوګ پسې ګرځي چې ډیر مشهور شي

اعلان

د هندي سینما ښکلې ستورې سوناکشي سنها د یوه بل داسې فلمي ډیالوګ په لټه کې ده چې ډېر مشهور شي.

سوناکشي اوس مهال د بالیوډ د خان سلمان خان سره په یوه بل فلم کې د شوټینګ کولو لپاره چمتووالی نیولی.

په تېر دبنګ فلم کې د نوموړې یو ډیالوګ چې ډېر مشهور شوی او د فلم له لېدلو وروسته مینوالو ته په زړه پوری و (د څپېړې څخه وېره نه لرم، له مینې ډارېږم)، چې د هر چا په خوله وه.

اوس سوناکشي سنها هیله لري چې د دې راتلونکی فلم (دبنګ۳) کې د دې د رول لپاره یو داسې بل ډیالوګ ولیکل شي چې ډېر مشهور شي.

سوناکشي تر دې وړاندې په دبنګ او دبنګ ۲ فلمونو کې د سلمان خان کار وکړ او هغه دواړه فلمونه یې کامیاب شول او د دریم ځل لپاره په دبنګ۳ فلم کې هم د فلم د لارښود او ټيم له لوري غوره شوه.

سوناکشي سنها د سلمان خان سره د دغه کامیاب سریز فلمونو وروسته په څو نورو فلمونو کې هم کار وکړ چې کامیاب شول.

دغې اداکارې د فلم نړۍ ته راتګ وروسته که په دبنګ کې ښه کار کړی په راجکمار فلم کې یې هم ښه کار کردګي نه هېرېدونکې ده، خو تر دغه سیریز لومړیو فلمونو وروسته یې په اکیرا په شان فلم کې هم کار وکړ او دایې ثابته کړه چې نوموړې د رومانټیک او مزاحیه فلمونو سربېره په اکشن رول کې هم راتلی شي.

په اکیرا فلم کې سوناکشي اکشن رول لوبولی او د دغه فلم مرکزي لوبغاړې همدا ده.

خو رسنیو د نوموړې دغې خبرې ته چې د ښه ډیالوګ غوښتنه یې کړې په غبرګون کې لیکلي، چې د سلمان خان سره د دريو فلمونو له ډکولو وروسته هم اغلې سنها نه ده پوهېدلې چې د خان صاحب په وړاندې د هیروینې کوم ځانګړی رول نه وه او نه هم کوم ځانګړی ډیالوګ، زیاته شوې چې د فلم کیسه او کیمره دواړه یوازې د نوموړي په شاوخوا څرخي.

په دغه رپوټ کې نه دي روښانه شوي چې د دبنګ ۳ فلم د شوټینګ چارې به کله پیل شي او کله به پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی