سیاست

سوله او سیاسي بهیرونه؛ د سولې شورا پرونۍ غونډې څه را برسېره کړل؟

د سولې شورا پرون په لومړي ځل، د مختلفو سیاسي ډلو استازي په یوه لویه مشورتي غونډه کې را ټول او د سولې بهیر په اړه یې ورسره ازاد بحث وکړ.

دا غونډه، ظاهراً کابل ته د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي سلاکار زلمي خلیلزاد د فشار پایله وه.

ښاغلي خلیلزاد، په دغه سفر کې له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د سولې مذاکراتو لپاره یو هر اړخیز او ټول شموله پلاوی وټاکي.

خلیلزاد، په دغه سفر کې له مختلفو سیاسي اړخونو سره ولیدل او غالباً په لیدنو کې یې د سولې شورا له چارو نارضایتي درک کړه.

د سولې شورا که پرونۍ غونډه د خلیلزاد له کنایوي نیوکې وروسته د خپل اقتدار ښودلو لپاره کړې وي، یا یې د هغه په ټینګار د سولې هڅو د همه شموله کولو په نیت کړی وي، په هرحالت کې ښه کار و.

څه رابرسېره شول؟
په دې غونډه کې، له هغې کلیشه یي مسئلې وراخوا چې حکومت یې بیاـ بیا د خپلې یوې لویې لاسته راوړنې په توګه یادوي او وایي ټول افغانان د سولې په اړه اجماع لري، ځینې نور ټکي هم برسېره شول.

په دې ټکیو کې، تر ټولو مهم یې سولې ته د رسیدو لپاره د لارو چارو په اړه د مقتدرو سیاسي جریانونو ترمنځ د نظر جدي ټکرونه وو.

حکومت، ډېرځله داسې ښيي چې سولې ته د رسیدو لپاره ټاکلې تګلاره یې د ټولو سیاسي جریانونو او ملت له بشپړ ملاتړ څخه برخمنه ده، خو پرون په خبرو کې نور څه معلومیدل.

سیمه ییز او نړیوال تمرکز
د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم د سولې بهیر د مخته وړلو پر سیمه ییز او نړیوال تمرکز نیوکه لرله.

خرم وویل، په بهرنۍ کچه د سولې بهیر امریکا متحده ایالاتو ځان او خپلو متحدینو پورې محدود کړی، چې دا کار سوله ناشونې کوي.

د هغه اشاره په مشخص ډول روسیې، چین، ایران او ځینو نورو مقتدرو سیمه ییزو هېوادونو ته وه، چې په وینا یې باید په دغه بهیر کې سهیم کړای شي.

د موقت حکومت بحث
د حراست او ثبات شورا د سیاسي کمېټې ریس او د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي او د نوې ملي جبهې مشر او د افغان ملت ګوند پخواني مشر انورالحق احدي بیا تر ډېره دې ته اشاره لرله، چې د طالبانو د ترټولو مهمې غوښتنې(موقت حکومت جوړولو) په اړه باید بحث او خبرې وشي.

دوی دغه راز، د سولې بهیر د سراسري کولو او مشروعیت لاسته راوړلو لپاره د مشورتي لویې جرګې د جوړولو غوښتنه لرله.

د سولې د هڅو قومي کیدل
د افغانستان نوین ګوند مشر یونس قانوني، بیا دې ته ګیله من و، چې ګواکې له سولې بهیر سره د یوې ملي پروسې پرځای قومي چلند کیږي او حکومت د دې پرځای چې سولې ته د طالبانو نه لبیک ویلو ته وګوري، په پرله پسې ډول له لازمو اصولو او معیارونو پرته دغې ډلې ته د سولې په نوم په ځانګړو امتیازاتو قایلیږي.

قانوني، په ورته وخت کې دا رد کړه چې گواکې شمال ټلواله د سولې مخالفه ده، خو ټینګار یې دا و چې دوی ټول باید د سولې بهیر په چارو کې سهیم او د سولې هڅې د قومي لیدلوري له مخې ونه شي.

پایله
پرونۍ غونډې دا وښوده، چې افغان سوله د عملي پلان او تګلارې له پلوه په لوړه کچه د افغان سیاستوالو یوه اختلافي موضوع ده.

ځینو خو لا تردې د حکومت د سولې په ارادو شک درلود، چې ګواکې حکومت له دې هڅو څخه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې پخپله ګټه سیاسي استفاده کوي.

پرونۍ غونډه او بحث په کار وه، چې ډېر پخوا شوی وای، خو اوس هم چې شوی؛ د هرکلي وړ ده.

د سولې په اړه پراخ بحثونه او مشورې ضرور ده چې له ټولو سیاسي ډلو سره ترسره او د ټولو په ګډه موافقه اومنطقي استدلال د دې ملي اړتیا عملي تګلاره او نقشه جوړه او تطبیق شي.

پرونۍ غونډې په ټوله کې دا برسېره کړه،چې د سولې شورا او حکومت د سولې هڅو تر اوسه تر ډېره نمایشي رنګ درلود او د ادعاوو خلاف یې سیاسي قشر له حکومت سره د سولې د لاسته راوړلو لپاره ګډ نظر او تګلاره نه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.