ټولنیز ژوند رسنۍ

څېړنه: ټولنیزې رسنۍ په خپګان کمولو کې مرسته کوي

لیکنه: بشر درویش

 

د انسان پر روان د ټولنیزو رسنیو د اعتیاد له بدو اغېزو به مو ډېر اوریدلي وي.
اوس د یوې نوې څېړنې له پایلو مو خبروو، دغه څېړنه ښیي چې ټولنیزې رسنۍ د انسان په خپګان کمولو کې مرسته کوي.

پر رواني ناروغانو څېړنه

دا نوې څېړنه په امریکا متحده ایالاتو کې یوې څېړونکې ډلې کړې ده.

څېړونکو ادعا کړې، چې ټولنیزې شبکې د عمر خوړلو او ناروغانو د رواني وضعیت له ښه کیدو سره مرسته کوي.

څېړونکو ویلي، چې دا نوې پایلې یې پر یو شمېر انسانانو له عملي څېړنو وروسته موندلي دي.

ویل شوي، چې په دغه څېړنه کې هغه کسان څېړل شوي، کوم چې مخکې یې شدیدې رواني ناروغۍ لرلې.

څېړونکو دغه رواني ناروغان یې څه موده د ټولنیزو رسنیو کارولو ته هڅولي.
وروسته لیدل شوي، چې ټولنیزو رسنیو د دغو رواني ناروغانو رواني وضعیت ښه کړی دی.

له انزوا څخه ژغورنه

پر رواني ناروغانو د ټولنیزو رسنیو تر ټولو لوی او مثبت اغېز دا موندل شوی، چې ټولنیزې رسنۍ له نورو عواملو څخه زر رواني ناروغان له ټولنیزې انزوا ژغوري او له ټولنې سره د وصلیدو زمینه ورته برابروي.

د څېړنې له مخې، رواني ناروغان د ټولنیزو شبکو له لارې د ژوند د مختلفو مسئلو او اړخونو په اړه هره ورځ نوي معلومات ویني، له نویو او بدلونکو افکارو سره اشنا کیږي او په ټوله کې د ټولنیزو اړیکو پراختیا، نوي ژوند او نوو نوښتونو ته هڅیږي.

د عمر خوړلو لپاره خاصه نسخه

څېړنې ښودلې، چې ټولنیزې رسنۍ د روانۍ ناروغانو ترڅنګ د عمر خوړلو د پام بدلونې او ښه مصروفیت لپاره یوه خاصه نسخه ده.

عمر خوړلي د ټولنیزو رسنیو په وسیله د روغتیا، تازه خبرونو، جالبو څېرو او ګڼو نورو اړینو مسئلو په اړه نوي معلومات ترلاسه کوي او خپل پام پرې بدلولی شي.

تاسو ته مشوره

خپل هغه دوستان او د کورنۍ غړي چې فکر کوئ یا رواني ناروغۍ لري یا عمر خوړلي وي او ذهني مصروفیت ورته ضرور وي، د ټولنیزو شبکو په وسیله یې بوخت کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي