رسنۍ ساینس او ټیکنالوژي

ټولنیزې رسنۍ او پر انجونو یې بدې اغیزې

لیکنه: مریم شریفي

لیکنه: مریم محمدي

دلته په افغانستان کې به ښه پوهیږئ چې د ټولنیزو رسنیو خصوصاً فیسبوک کارول، د ګټو ترڅنګ ښځینه طبقې ته په تاوان هم ښکاري، لکه د مشهورو ښځو او انجونو په نومونو ادرسونه جوړول، بیا ترې سپکې سپورې او غیرې اخلاقي خبرې او پوسټونه کول او داسې نور…
خو اصل کې دا د فیسبوک ستونزه نه، بلکې د انسانانو ستونزه ده چې فکر نه کوي او له خپل وخت بې ځایه استفاده کوي.

دلته څور نور ټکي:

خواله رسنې د نجونو د خپګان سبب ګرځي
په بریتانیا کې د یوې نوې څیړنې موندنې ښیي چې نجونې تر ډیره د هغه ازار او ځوریدنې په خاطر چې په انلاین فضا کې ورسره مخامخ کیږي په ټولیزو شبکو کې د مشغولتیا په خاطر پر ځان د لږ باور نه لرلو ستونزو په وجه له خپگان سره مخامخ کیږي.

همدارنګه ځوانې نجونې چې د ټولنیزو شبکو سره ډېر سروکار لري، د همزولو هلکانو په پرتله دوه چنده خپه کیږي.

په ټولیزو رسنیو کې نجونې ډېرې ځورول کیږي
د معلوماتو په اساس جنسیت حتا د ټولنیزو شبکو په استعمال کې رول لوبوي او نویو څیړنو ښودلې چې نجونې د هلکانو په پرتله زیاتې ځورول کیږي. دغه ځورونې بېلابیل اړخونه لري، لکه د مسج په لیږلو، د بربڼدو عکسونو یا ویډو لیږل او د نورو له خوا د دوی په نوم په ټولیزو رسنیو کې بل اکونټ جوړول هغه څه دی چې، دوی ورڅخه ځوریږي.

د دې سربیره له ځانه د ښکلې نجلې په لیدل، د خوراکې موادو ترڅنګ د ښکلو جامو لیدل هم د نجونو په روحیه بده اغیزه لري.

د خوب د خرابیدو لامل کیږي
څیړنه کاږي چې ۴٠ فیصده نجونې د ټولیزو شبکو د کارونې له امله د خوب د اختلال سره مخامخ دی. اضطراب او گډوډ خوب دواړه د خپگان سره اړیکه لري.

نجونې ډېر وخت په ټولینزو رسنیو کې تیروي
څیړنې وايي چې ١۴ کلنې نجونې له نورو څخه زیات په ټولنیزو شبکو کې بوختې وي او د هغوی له دریو څخه دوه برخې د ورځې لږ تر لږه درې ساعته په ټولینزو رسنیو کې تیروي، پداسې حال کې چې په همدې عمر د هرو پنځو هلکانو څخه یو یې په ټولنیزو شبکو کې بوخت وي.

د نجونو ډېر وخت په ټولیزو رسنیو کې تیرول د نور ستونزو سر بیره د دوی په کورنۍ شخړو یا تاوترخوالی کې هم رول لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي