کرنه او طبیعت

ولسمشر غني نورستان ته تللی و

ولسمشر غني د سې شنبې د ورځې په سهار نورستان ولایت ته ولاړ. ارګ وايي، ولسمشر دغلته د وروستۍ طبیعي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ لپاره دې ولایت ته سفر کړی و.

د نورستان برګیمټال ولسوالۍ یو کلی وروستیو واورو تر ټولو ډیر زپلی. دغلته پر یو کلي د واورې د ښویدو په پېښه کې تر شپیتو زیات کسان وژل شوي، ګڼ ټپیان دي او یو شمیر نادرکه دي.

په بدخشان، غزني او غور کې هم درنو واورو پر خلکو کورونه غورځولی او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

که څه هم په افغانستان کې د تړلو لارو او د احصايي د ادارو د کمزوري کار له کبله د تیرې اونۍ د واورې له کبله د تلفاتو دقیق شمیر معلومول ستونزمن دي، خو که د رسنیو راپورونه و ارزول شي ترې څرګندیږي چې تیره اونۍ درنو واورو د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې تر ۱۴۰ زیات کسان وژلي دي.

ملګرو ملتونو، هندوستان ایران او ځینو نورو نړیوالو ادارو د واورې له کبله په افغانستان کې د رامنځ ته شوي ناورین په کابو کولو کې افغان چارواکو سره د همکارۍ غږ کړی دی.

نورستان تر سفر مخکې ولسمشر غني یو ویډیويي پیغام کې ډاډ ورکړی چې حکومت به یې د واوره زپلو په مرسته کې له هیڅ هڅې دریغ ونه کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */