روغه سټه

ولې له پرنجي سره سترګې پټوو؟ دلته یې ولولئ

اعلان

ژباړه: نسیمه محمدي

کېدای شي د ډېری کسانو سره دا پوښتنه وي چې کله پرنجېږو سترګې مو ولې پټېږي؟

 ولې کله چې پرنجېږو سترګې پټېږي؟

پرنجل یو غېرې ارادي عمل دی چې کوچنۍ ذرې لکه ګرد او دوړې له پوزې پورته ځي غشا تحریکوي او د غبرګون د تولید لامل ګرځي او یا د فني پلوه د پوزې له مخاط سره د ګرځنده ځورونکو تماس دی، درې ګوني عصب تحریکوي، او د مغز ښکتنۍ برخې ته چې وروسته پرنجېږئ په حقیقت کې ۵۰۰۰ څاڅکي په هوا کې ۱۰۰ مایله پر ګړۍ پرنجېږي.

د پرنجي پر وخت د سترګو پټېدو لامل؟

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پرنجېدو په وخت مو سترګې پټېږي باید ووایو چې باڼه د دې غبرګون د یوې برخې سره هم په فشار راځي، مګر دا له لویو رازونو څخه چې ولې دا پېښه منځ ته راځي مونږ فکر کوو دا یو غېر ارادي کړنه ده، لکه کله چې په زنګون له وارده شوې ضربې وروسته ټکان خوري؟ کولای شئ سترګې پټې کړئ کله چې پرنجی کوئ تر څو مو سترګو ته داخل نشي باید په دې خاطر وي چې د دې غېرې ارادي غبرګون په وخت سترګې منقبض حالت نیسي.

ولې د پرنجي پر وخت سترګې پټوئ؟

معللومه نده، خو څېړونکي په دې باور دي مونږ سترګې د ساتنې لپاره تړو ممکن له سترګو د ذرو په وړاندې ساتنه وکړو، مګر کېدای شي دا یواځنې دلیل وي چې پرنجی د عکس العمل یو ډول دی چې په هغه کې ډېر شمېر عضلې منقبضېږي، نه یواځې په پوزه او ستوني، بلکه په دیافراګم، نس، ورنونو، ملا، حتی عضلې( په همدې دلیل په ځینې کسانو کې چې په استرس حاکمیت ونلري د لږ اندازه ادرار لامل شي).

څېړونکي دقیقا نه پوهېږي چې ولې د پرنجي غبرګون پېښېږي، مګر هر عصبي پيغام سترګو ته وایي پټې شئ: چې احتمالا د مغز لومړنۍ برخې مغزینه په نوم برخې څخه سرچینه اخلي. او دا یواځې د پوزې سوځېدل ندي چې د پرنجي لامل ګرځي؛ ځیني خلک، د جنېتک له امله، رڼا سره حساسیت لري چې هغوی د ناڅاپي رڼا او روښانه کېدو سره پرنجېږي.

آیا امکان لري د پرنجېدو په وخت سترګې خلاصې وساتو؟

پرنجې چې عکس العمل باندې پېژندل کېږي، د پوزې له لارې د بهرنیو ذراتو څخه ساتنه کوي. یو ډاکټر په دې اړه وایي: د خلاصو سترګو سره پرنجل اجباري نده او په بشپړه روښانه نده ولې خلک د پرنجېدو په وخت باڼه رپوي، خو په قوي احتمال د ساتونکي رول لوبوي. د بڼو خودکار عمل چې د پرنجي په وخت پېښېږي، کولای شي سترګو ته د ذراتو له ننوتو څخه مخنیوی وکړي.

خلک کولای شي هڅه وکړي د پرنجي په وخت سترګې خلاصې پرېږدي او سر بېره پردې، هغوی باید د سترګو د مردمک  وتلو ته اندېښمن نه ووسي، خو د دې ادعا د ثبوت لپاره هېڅ مدرک نشته د پرنجي له امله رامنځته شوی فشار له اټکل ډېر لری دی چې د سترګو د مردمک د راوتلو لامل شي.

په بدل کې، د یو شدید پرنجي له امله د وینې په رګونو کې فشار رامنځته شي، نه په سترګو یا هغې ته نژدې عضلو کې. دا فشار د کوچنیو رګونو د چاودېدو لامل شي چې د کس د سترګو شاوخوا د لیدلو وړ دي.

د بېلګې په ډول، زېږون پر وخت، له حد څخه زیات فشار د خونرېزۍ لامل شي او د مور د سترګو شاوخوا یا په ټول مخ کې ښکاره شي مګر ځینې بیا ادعا کوي چې داسې فشار کولای شي سترګې له حدقې راوباسي.

سرچینه:  Namnak.com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.