روغه سټه

د مړېنې لس سلنه عامل سګرټ دي

د نویو څیړنو پایلې ښيي چې په نړۍ کې د مړېنې لس سلنه عامل د سګرټ څکول دي، چې نیمايي یې په امریکا، انګلستان، روسیې، چین او هند کې دي.

دا نوې څیړنه چې د تنباکو د استعمال په اړه په ۱۹۵ هېوادونو او سیمو کې د ۱۹۹۰م نه تر ۲۰۱۵م کال پورې شوې ښيي، چې په ۲۰۱۵ م کال کې د ټولو سګرټ څکونو شمیر یو میلیارد نفره وو، یعنې د هرو څلورو تنو یو تن نارینه او له هرو ۲۰ ښځیو یوه ښځه سګرټ څکونکې ول.

د انسان بدن ته د زیانونو په اړه د سګرټو پر ضد خبرتیاوو او نړیوالو کمپاینونو سره سره بیا هم په دومره شمیر سره د خلکو اخته کیدلو، کارپوهان حیران کړي دي.

څیړنه ښيي چې په ۱۳ هېوادونو کې چې له هغې ډلې په امریکا، استرالیا او برازیل کې د ۱۹۹۵ نه تر ۲۰۰۵م او د ۲۰۰۵ م نه تر ۲۰۱۵ م پورې د پام وړ ډیر والی راغلی، او ۱۸ نورو هېوادونو کې هم چې هره ورځ خلک په کې سګرټ څکوي، د سګرټ څکونکو تعداد زیات شوی دی.

په امریکا کې د (ناروغیو د کنټرول او مخنیوي) اداره وايي، په هرو ۱۰۰ بالغو کسانو کې چې تر ۱۸ کلنۍ پورې دي، ۱۵ تنه په سګرټ څکلو روږدي دي.

په ۲۰۱۵م کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۱.۵ سلنه مړېنه د نشې له امله ښودل شوې ده، چې ۵۲.۲ په سلو کې په امریکا، روسیه، چین او هند کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */