د مختلفو شیانو بوی کول، د انسان پر کړنو تاثیر لري

ژباړه: محمد عزيز پردېس

يو شمېر پوهان په خپلو څېړنو کې دې پايلې ته رسېدلي چې د مختلفو بويونو بویول د انسانانو په کړنو مستقيم اغېز لري.

دلته له ځینو یادونه کوو:

د ډوډۍ بوی: د ډوډۍ بوی د دې لامل کېږي چې تاسو لا مهربانه شئ. په حقيقت کې د ډوډۍ بوی انسان نرم خويه کوي.

د نعناع بوی: د نعنانع بوی په ځانګړي ډول د ورزشکارانو لپاره د انګېزې د رامنځ ته کېدو او همدارنګه په عمومي توګه د انسانانو خُلق او خوی د ښه والي سبب کېږي.

د قهوې د دانو بوی: د قهوې د دانو بوی سټرس راکموي او خوشحالي مو ډېروي.

د ليمو او نارنج د عطر بوی: ياد بوی د انرژۍ د ډېرښت او د خوښۍ او نېکمرغۍ سبب ګرځي.

د مڼو د عطر بوی: نوموړی بوی په انسانانو کې هيله مندي ډېروي، په ځانګړي ډول د سهار لخوا.

د ياس د ګل بوی: د ياس د ګل عطر کولی شي ستاسو خپګان کم او ذهن مو له ناوړه پوچو فکرونو څخه وژغوري.

د کاج د عطر بوی: د کاج د عطرو بوی د سټرس ضد ګڼل کېږي او د دې سبب ګرځي چې د زړه له تله وخاندئ.

د دارچپنو بوی: نوموړی بوی د حافظې د غښتلتيا او د تمرکز د ډېروالي سبب کېږي.

د تازه چمن بوی: نوموړی بوی د الزايمر د مخنيوي لامل ګرځي او د خوښۍ زېږوونکی بوی دی.

هر شېبه مو د خوښيو څخه ډکه…

About محمد عزیز پردیس 278 Articles
محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي. نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی. د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ. په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی