ټولنیز ژوند روغه سټه

د بدن د بد بوی ختمول

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

د بدن بد بوی لکه د خولې بد بوی په څیر نورو خلکو ته مزاحمت کوي.
سره له دې چې اوس د انسان د بدن بدبوی د مخنیوي لپاره هر ډول سپرۍ او عطرونه جوړ شوي، خو لا هم د ډېرو خلکو له وجود نه بدبوی ځي.

د مخنیوي لپاره یې دا کارونه هم کولی شئ:

وزن ته مو پام وکړئ
د څیړونو له مخې د بدن د بدبويي یو لامل ډیر وزن دی.
څیړونکي وايي، هغه کسان چې ډیر وزن لري، نو بدن یې تل خولې کوي، چې دا خولې بیا د بدبوی لپاره زمینه برابروي.

ډیر غوړ مه خورئ
ډاکتران وايي، چې په غوړو کاربوهایډریټونو لرونکو خوړو کې په زیاته کچه هغه مواد موجود وي چې د انسان تنفسي سیسټم وچوي، چې د بوی لامل کیږي.

همدارنګه د ځینو انسانانو پوستکي غوړ لري چې غوړ د پوستکي په کوچنیو سوریو کې جمع شي د دې لامل شي چې بدبوی پیدا کړي.

د هاضمې سیستم درملنه وکړئ
روغتیا پالان د هاضمې ګډوډي د بدبوی یو لامل ګڼي. د هاضمې سیستم خرابوالی نه یوازې دا چې د بدن بوی زیاته وي، له دې سره جوښت د خولې بد بوی هم ډيروي، لکه څنګه چې خوراک او غذا د انسان د ژوند لپاره مهمه ده، همداسې پاکوالی او خوشبوي هم ضروري خبره ده، نو که چیرې د بدن بدبوی او د هاضمې ستونزه لرئ، هرومرو ډاکتر ته ورشئ.

خوله او غاښونه پاک ساتل
د څیړونو په اساس هایدورجن لرونکی بدن او خیرنه خوله دواړه د بدن د بوی اصلي لامل دي.
بدن د خوشبویه کولو لپاره باید په خوراک کې له احتیاط نه کار واخیستل شي او وزن برابر وساتل شي، سربیره پردې د خولې او غاښونو پاک ساتل هم د دې سبب کیږي چې بدن پاک او خوشبویه وي، ځکه د خولې او غاښونو پاکوالی د هاضمې نظام پیاوړی کوي.

حمام وکړئ
د هر انسان بدن بوی لري، ځینې له ځینو جدا وي، ګرمۍ په موسم کې د بدن د خوله کیدو له امله هم بدن بوی پیدا کوي.

ځینې انسانان په یخ موسم کې هم له دې مشکل سره لاس او ګریوان وي، د دې ستونزې د حل لپاره یوه غوره لاره په ګرم او یخ موسم کې د هرې ورځې حمام کول هم دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي