کلتور او هنر

ایا په سمبا فلم به رنویر سنګهـ، له شاه رخ خان مخکې شي؟

د بالیوډ سېنما وروسته فلم (سمبا) په ۲۹ د ډسمبر ریلیز شو، په داسې حال کې چې د فلم څارونکي او شنونکي په دې باور دي چې دغه فلم به په څلورو ورځو کې د ۱۰۰ کروړه څخه زیات تجارت کوي او یو کامیاب فلم به ثابتیږي.

دغه فلم د کرن جوهر په پروډکشن او د روهیټ شیټي په لارښوونه جوړ شوی فلم دی چې په کې مرکزي رول د هندۍ سېنما مشهور ستوري رنویر سنګهـ لوبولی او ور سره ترڅنګ د فلم نجلۍ د سیف علي لور سارا علي خان ده، چې دواړه سره په لومړي ځل په فلم کې راښکاره کیږي.

دوه ورځې وړاندې دغه فلم نظر ورکولو ته وړاندې شوی وه چې په کې د رنویر او د هغه د مېرمنې په شمول یو شمېر نورو مشهور فلم ستورو او کسانو ګډون کړی ؤ او فلم یې د هر ډول باور او یقین وړ ګڼلی ؤ.

د هندي خبري ویبپاڼې هندوستان ټايمز د رپوټ له مخې د فلم څارونکي اکشي راتهي وړاندوینه کړې چې فلم (سمبا) به درې یا څلورو ورځو کې د ۱۰۰ کروړه څخه زیات تجارت کوي او بلاک بسټر فلم به ثابتیږي.

نوموړي ویلي، چې فلم سمبا ریکارډ جوړونکي پیسې ګټي او د یوه کامیاب فلم اعتبار به لاسته راوړي او وایې چې د چنائي ایکسپریس فلم چې د شاه رخ خان فلم دی هغه به هم په ګټه وټه کې تر شاه پرېږدي.

اکشی راتهي زیاته کړې دا فلم یوه پوره کڅوړه ده چې د مینوالو لپاره په کې هر څه شتون لري لکه: په زړه پورې کیسه، رومانس، ساعتیري او اکشن یا جنګي صحنې او پيغام شته چې له امله یې به یې د لیدو د خوښې وړ وګرځي.

نوموړې زیاتوي، چې دا فلم د رنویر او سارا علي خان فلم نه دی بلکې دا د یوه غوره فلم لارښود روهیټ شټي فلم دی چې د ۲۰۱۸ کال ډالۍ ده.

بل لورته د فلم شنوونکي ترن ادرش دا فلم د پوره باور وړ منلی او یوه کامیاب فلم یې بللی دی او په کې د رنویر سنګهـ او روهیټ شيټي ستاینه هم کړې.

څو ورځې وړاندې د دغه فلم یوه سندره هم ټولنیزه ميډیا کې خپرېده چې د مینوالو د زیاتې خوښې وړ ګرځېدلې وه.

په سمبا فلم کې رنویر سنګهـ اوسارا علي خان جوړه د لومړي ځل لپاره راښکاره کیږي.

دا دغه فلم ستورې سارا د فلمي ژوند دویم فلم دی، چې تر لومړي فلم وروسته یې دوهم فلم هم له وړاندې لا کامیاب وړاندوینه شوی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی