ټولنیز ژوند روغه سټه

څو هغه سببونه چې له امله یې په خوب کې خبرې کوو

لیکنه: الما افغان

آیا دداسې حالت سره مخ شوې يۍ چې کله مو په خوب کې خبرې کړي وي او یا مو هم داسې څوک لیدلي وي چې په خوب کې خبرې کوي او تاسو ته يي مزاحمت کړی وي؟
ځواب به مو حتماً هو وي.
زه شخصاً ددې حالته ډيرې خاطرې لرم، ځکه ما هم یو وخت په خوب کې خبرې کولې، خوشبختانه اوس دا ستونزه نلرم.

که تاسو په خوب کې خبرې کوۍ، نو لاندې ټکو ته په پام مو دا لامل لږ او یا هم د لمنځه یوسئ:

۱- ډیر خوښوونکې او حیرانوونکې حالتونه
کله چې یو انسان د ورځې په اوږدو کې ډیر خوښ اوسي او یوه ډیره حیرانوونکې او خوښوونکې خبره يي د ورځې په اوږدو کې په مخکې تیره شوي وي، نو دا حالت کټ مټ په خوب کې ګوري.

زه د نهم ټولګي زده کوونکې وم، د خپل ټولګي څلورم نمره وم د څلورنیم میاشتنۍ ازموینې د اعلانیدو وروسته زما دریم نمره په انګلیسې مضمون کې مشروطه شوې وه او زه د هغې پرځای دریم نمره شوې وم، دا راته د ښوونځې په دوران کې ډیره جالبه او حیرانوونکې وه، نو کله چې به د شپې ویده شوم هره شپه به په خوب کې مې د خپلې دریم نمره ګۍ او د دریم نمرې د ناکامیدو حیرانوونکې صحنې په خوب کې د خبرو په شکل بیانولې او دې موضوع راسره څنګ کې ویدې خویندې ډیرې په عذاب کړې وې.

۲- ډیر خپه کوونکي حالتونه
د ډیرو جالبه او حیرانوونکو خبرو ترڅنګ یو حالت په خوب کې د خبرو کولو د سخت خپګان او ټکان حالت هم دی چې ډیری وګړي دې ته اړ کوي چې د شپې هم په خوب کې د خپګان حالت د خبرو په شکل اظهار کړي.

د هیواد ناسم وضیعت، کمزوری اقتصاد او دې ته ورته نورې بدې پیښې هغه څه دي چې انسان د ورځې په اوږدو کې ډیر ناهیلی کوي او خفه کوي يي، نو همدا لامل وي چې د شپې دې په خوب کې انسان خبرو کولو ته اړ کړي.

ما یو شپه د ژوند ملګری په خوب کې مړ ولید او خوب مې لیده چې، ظالمان راځي او زما خاوند زما په مخکې ډیر په بې رحمۍ شهیدوي…

په خوب کې مې ډیر وژړل او د زورورې ژړا ترڅنګ مې داسې یوه تیزه چیغه وکړه چې، ټوله کورنۍ مې له خوبه پاڅیده او تر دمې وروسته پوه شوم چې دا یو خوب دی نه حقیقت، ددې خوب لامل دا وو چې ما مې هره ورځ د ژوند ملګري ته په ځان د پام کولو ډیر نصیحت کاوه او هره شپه به په همدې اندیښنې ویده کیدم چې خدای مکړه څه پرې ونشي.

پوښتنه داده چې په خوب کې د خبرو کولو حل لاره څه ده؟

ما په دې اړه له بیلابیل ډاکټرانو پوښتلي او اوریدلي چې هغوی راته ویلي:
په خوب کې د ماشومانو او نارینه وو خبرې کول یوه طبیعې مسله ده چې د وخت په تیریدو سره کیدای شي لمنځه لاړه شې. خو بیا هم ډاکتران په لویه کچه په خوب کې د خبرو کولو د مخنیوي لارې لاندي ټکې یادوي:

۱. تبه
که تاسو تبه لرۍ نو علت يي معلوم او مخنیوی يي وکړئ.

۲. د خوب کمښت
هڅه وکړئ په کافي اندازه خوب وکړئ، لازمه ده چې هره شپه د شپږو تر اوو ساعتونو خپل خوب پوره کړئ.

۳. خپګان
کوښښ وکړئ چې ډیر خپګان ونکړئ او خپل ځان ته د خوښۍ د بهانې پیداکولو هڅه کې شئ، تر څنګ خپګان مو لمنځه یوسئ.

۴. د مشروباتو د استعمال څخه ډډه
ډاکتران وايي: چې د پیپسې، کولا او ددې د کورنۍ اړوند نورو مشروباتو څخه باید ډډه وشي.

۵. مشوره وکړئ
که تاسو پوهیږئ چې ستاسو په خوب کې د خبرو کولو ستونزه جدې ده نو هڅه وکړئ چې د حل په موخه يي ډاکتر سره مشوره وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده