ټولنیز ژوند روغه سټه

څیړنه: که غواړئ بچي مو لایقه لوی شي؛ د غرمې يې ویده کړئ

لیکنه: شمیم اتل

یوې تازه څيړنې موندلې، چې د غرمې له مخې خوب د ماشوم په رواني او ذهني وضعیت خورا ډیر مثبت اغیز لري. د څیړنې په باور، هغه ماشومان چې د ورځې له مخې ویده کیږي، خوشاله او ذهین لویږي.

دا څیړنه په ۳۰۰۰ تنکیو ماشومانو چې عمرونه يې ۱۰ – ۱۲ کلنو وه، ترسره شوې او پکې راغلي، چې د ورځې (غرمې) له مخې خوب د ماشومانو په رواني وضعیت، فکري ځواکمنیتا، او په ځان باور، مثبت اغیز کوي.

د پنسلوانیا پوهنتون یو پروفیسور او څیړونکی وايي، هغه ماشومان چې د اوونۍ کم تر کمه درې ورځې د غرمې خوب کوي، په ټولګي کې تر نورو زده کوونکو ۷.۶ ځلې زیات فعال او بریالي وي.

څيړونکي وايي، که ماشومان پوره خوب ونلري، د ښوونځي په چارو يې ۲۰ سلنه منفي اغیز لري.

د کلفورنیا پوهنتون پروفیسوره سارا میډنیک وايي، د غرمې یو سترګه خوب د ماشومانو لپاره د ټولې شپې د خوب هومره ګټه لري. نوموړې زیاتوي، څومره چې ډير کوچنیان د ورځې له مخې خوب کوي، هومره يې پایلې مثبتې دي.

د غرمې یو سترګه خوب نه یواځې د کوچنیانو، بلکې د لویانو لپاره هم ګټور دی. یوې جلا څیړنې موندلې، چې د غرمې له مخې خوب د انسان موډ ښه کوي؛ حافظه قوي کوي؛ ستوماني ختموي او د وینې لوړ فشار هم کنټرولوي.

خو له یاده باید  ونه باسو، چې ځینو خلکو ته د ورځې له مخې خوب ښه نه دی. په ځانګړي ډول هغه خلکو ته، چې د شپې له مخې يې خوب تښتي او یا هم ژور خپګان ولري. که فکر کوئ، ستونزه لرۍ، یو ځل له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

په ټوله کې د سالمو کسانو لپاره د ورځې له مخې یو سترګه خوب بهتر دی.

د ورځې له مخې د خوب لپاره اړینې سپارښتنې:

۱ـ کم ویده شئ. څنګه چې وايي، یوه سترګه خوب، نو همداسې کم ویده شئ. ډاکتران سپارښتنه کوي، چې له ۳۰ دقیقو زیات مه ویده کیږئ.

۲ـ له ۲ بجو وروسته او له ۳ بجو مخکې ویده شئ. د غرمې په ډوډۍ پسې سمدستې مه ویده کیږئ. دوه تر درې بجې د ماسپښین ویده شئ او نیم ساعت وروسته بیرته ویښ کینئ.

۳ـ په تیارغوني، یخه او ارامه خونه کې ویده شئ. د ارام او یخ ځای ټاکنه به تاسې سره مرسته وکړي، چې ژر ویده شئ او وخت مو ضایع نشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شمیم اتل