ټولنیز ژوند ژوند بڼه

په کار ځای کې د خوب وړلو څنګه مخنیوی وکړو؟

اعلان

ژباړه: نسیمه محمدي

د ورځې په اوږدو کې ستړیا، په بشپړه توګه یو له څرګندو امرونو څخه دی او لامل یې د بدن د شپې او ورځې طبیعي رېتم دی. دا رېتم زمونږ ډېرې بیولوژيکي عملیې چې زمونږ د هوښیارۍ او انرژۍ سره تړل شوې تر څار لاندې نیسي. لکه د وینې فشار، د بدن تودوخه، د خوب سېکل او د هورمونو کچه. مګر د دې پر ځای چې یوه پیاله قهوه وڅښئ تر څو د دې خوبجن حالت څخه راووځئ، کولای شئ له نورو طریقو ګټه واخلئ، چې تاسې ته بیا ځلي انرژي دربښي، خو د قهوې بر خلاف ستاسې د خوب په برخه کې اختلال نه رامنځته کوي.

  • د مرکباتو بوی: بوی، په انسانانو کې د بېلابېلو احساساتو په رامنځته کېدو کې پیاوړې قوه لري. د بېلګې په ډول د اسطوخودوس بوی د خوبولي حالت له منځه وړلو سره مرسته کوي. که غواړئ د ورځې بېدار او خوښ واوسئ، ځینې مواد لکه ترکیبات استنشاق کړئ. کولای شئ یوه اندازه لېمو د څښلو اوبو ته اضافه کړئ او یا دا چې د مرکباتو له عطرو څخه ګټه واخلئ، تر څو ډېر ژر تازه والی احساس کړئ.
  • پلی تګ: کېدای شي پلی تګ وروستی څيز وي چې کله خوبولي یئ، تر سره کولو ته یې زړه ښه کړئ، چټک قدم وهل د لمر د وړانګو په وړاندې نه یواځې دا چې خلق مو ښه کوي، بلکه تاسې پیاوړي کوي هم. ډاکټر پيټر سن وایي: هغه کارکوونکي چې له غرمې وروسته ورزش کوي، د نورو په پرتله د ستړیا او خوب څخه کم ځورېږي او انرژي او ښه تمرکز لري. په یاد ولرئ د ډېر اغېز لپاره اړینه نده ډېر وخت لپاره ورزش تر سره کړئ، لنډ پلی تګ یا له پوړیو پورته تلل هم ګټور دي.
  • د عطرو او اسپرې کارول: ځینې وختونه هېڅ څیز تاسې په سر او مخ د یخو اوبو پاشلو په اندازه نه تازه کوي، نو تازه کوونکي اسپرې وازمایئ تر څو مو نه یواځې د مخ پوستکی لوند او تازه وساتي، بلکه د تاند والي احساس به هم وکړئ.
  • د اوبو څښل: د بدن د اوبو له کمښت مخنیوی د بدن پوستکي او سلامتیا لپاره ډېری ګټې لري، مګر پوه شئ که بدن مو بې اوبو پاتې شي په هماغه اندازه به پر تاسې منفي اغېز وکړي، چې یو له دې څخه ستړیا ده. حتما د ورځې په اوږدو کې اوبه وڅښئ، تر څو د خوب او ستړیا څخه لرې اوسئ.
  • په سباناري کې ژر هضمېدونکې خواړه وخورئ: د خوړو ډول د خوړو څخه وروسته د انرژۍ د کمېدو په اندازه کې مهم رول لري. د کار او فعالیت پر وخت د درندو خوړو خوړلو څخه ډډه وکړئ، ځکه دا خواړه ژر نه هضمېږي، په پایله کې بدن ته د ستړیا احساس پيدا کېږي. د دې پرځای له سالمو خوړو لکه پروتین، اوکادو یا یو موټي مغز باب څخه ګټه واخلئ، تر څو مو له ډوډۍ خوړلو وروسته د وینې قند د خوځښت خنډ شي.
  • د ژاولې ژول: له خوړو وروسته د مزه لرونکو ژاولو ژول او وروسته له غرمې د تاند اوسېدو لپاره، ښه ټاکنه ده. کېدای شي تاسې د یوې طبي ژاولې ژولو سره د تاند اوسېدو لپاره حېران شئ.
  • له همکارانو سره خبرې: باید يو څه وخت مو دنده پرېږدئ او استراحت وکړئ، تر څو مو د ګټې اخېستنې قوه په لوړه کچه وساتل شي. د دې پر ځای چې د راتلونکې پروژې په اړه مو همکارانو ته ایمېل پرېږدئ ښه ده څنګ ته یې ورشئ او لندې خبرې ولرئ. دا کړنه نه یواځې دا چې پښو ته مو حرکت او د وینې د جریان د ښه والي لامل ګرځي، بلکې تاسې په خبرو اترو کې مصروفېږئ چې کولای شي خوب له تاسې وتښتي.
  • د کاري حجم لپاره مهال وېش:که پوهېږئ په هر دلیل د سهار پر مهال درانه یا زیات خواړه وخورئ، هڅه وکړئ مهمې دندې مو له غرمې وړاندې تر سره او تنظیم کړئ، تر څو له غرمې وروسته د ستړیا په مهال مهمې دندې ونه لرئ. وروسته له غرمې د مهمو جلسو دایره ولو څخه ډډه وکړئ او ډېری ساده کړنې لکه د Inbox منظم کول په دغه مهال تر سره کړئ.
  • له کړکۍ د شاوخوا چاپېریال ننداره: څېړنې ښايي، هغه کسان چې په طبیعي ډول د لمر وړانګو سره مخامخ کېږي، د هغو په پرتله چې د مصنوعي وړانګو سره ډېر مخ دي، ډېر هوښیار دي. هڅه وکړئ له غرمې وروسته څو ساعته د لمر وړانګو ته مخامخ کښېنئ، تر څو له ستړیا سره مبارزه وکړئ.
  • موسقي اورېدل: لوبغالي کې کله چې ډېری انرژۍ ته اړتیا لرئ، له موسېقۍ ګټه اخلئ. ولې په کار ځای کې ترې کار نه اخلئ؟ د خوښې وړ موسېقۍ څخه مو د انرژۍ اخېستلو لپاره د وروسته له غرمې ګټه واخلئ.

څو مهم ټکي:

۱: د شپې مخکې له خوب د کافیین یا خوږې خوړلو څخه ډډه وکړئ.

۲: د ټلوېزیون لیدل، د انټرنېټ او د موبایل کارول مخکې له خوب کم کړئ.

۳: د یوې روجایي څخه په منظمه توګه له یوې اونۍ ډېر وخت لپاره استفاده وکړئ.

۴: د شپې په وروستۍ برخه کې له ورزش کولو ډډه وکړئ.

سرچینه: آکسان پلاس

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.