روغه سټه

بې خوبې ؛ هم د پرمختللو او هم د ورسته پاتې هیوادونو ستونزو

که چېرته د شپې خوب نه درځي نو په دې بايد پوه شئ، چې تاسو یوازينی څوک نه ياست،چې په دې ستونزه کې اخته یئ، د يوې څېړنې له مخې څرګنده شوې چې د نړۍ يوه لويه برخه وګړي له بې خوبۍ کړیږي او دا برخه له یوې ورځې بلې ته ډیریږي.

د انګلستان په يو طبی پوهنتون کې شوې دې څیړنې دا ثابته کړې، چې د بې خوبۍ ستونزه يوازې د پرمختللو هېوادنو ستونزه نه ده بلکې مخ پر په ودې هېوادونو کې هم ورځ تر بلې په ډېره چټکۍ سره خپرېږي.

د ياد پوهنتون یو استاد ډاکټر سويريو اسټرينجس چې ددې څېړنې د راپور ليکونکی دی، وايي دوی د اسيا او افريقا د اتو هېوادونو په یو شمیر خلکو چې د بې خوبۍ په ستونزه اخته ول څیړنه وکړه.

دا څېړنه د ګانا، تنزانيا، جنوبي افريقا، هندوستان، بنګله ديش، ويتنام، اندونیزيا او کينيا په ښاري سيمو کې ترسره شوې ده.

ډاکټر اسټرينجس وايي چې په ټولو اتو هېوادونو کې ډېرو خلکو د بې خوبۍ ستونزه لرله.

د څېړنې له پايلو پوهان داسې اندازه لګوي، چې مخ پر ودې هېوادونو کې د بې خوبۍ په ستونزې د اخته کسانو شمېر تر ۱۵ کروړه خلکو زیات دی.

ډاکټر اسټرينجس وايي، په دې اړه پاخه او کره شواهد لري، چې بې خوبي د یو شمیر رواني او دماغي ناروغيو سبب کېږي، نوموړی همدارنګه وايي چې د دې ترڅنګ د بدن نور فعاليتونه هم تر اغېز لاندې راولي.

هغه وايي بي خوبي د انسان د بدن دفاعي قوه کمزورې کوي چې له امله يې د مختلفو خطرناکو ناروغيو د پيدا کېدو لپاره لار هوارولی شي.

ډاکټر اسټرينجس همدارنګه وايي چې ډېر خوب هم د بدن لپاره ښه نه دی او د مختلفو ناروغيو د پيدا کېدو سبب کېدی شي.
ډاکټر وايي چې د سيګريټو څکول، غېر متوازن خوراک، نور داسې عادتونه چې روغتيا ته ښه نه وي د بې خوبۍ ستونزه زېږولی شي، نوموړی همدارنګه په غربي هېوادونو کې ۲۴ ساعته ژوند هم د بې خوبۍ د ستونزې د پيدا کېدو ستر لامل بولي او وايي چې د انټرنيټ غېر معمولي استعمالول هم د بې خوبۍ د ناروغۍ په رامنځته کولو کې ستره ونډه لري.

له اوږدو څېړنو وروسته داسې پايلې هم ترلاسه شوي دی چې اوږد مهاله ذهني فشار، جګړې ، وېرې او نور روحي فشارونه هم مخ پر ودې هېوادونو کې د بې خوبۍ ستونزې زېږولی شي، او داسې هم ويل شوي چې په دې هېوادونو کې د نارينه وو په پرتله مېرمنې ډېرې په دې ناروغۍ اخته دي.

د څېړنې له مخې په بنګله دېش، سهيلي افريقا او ويتنام کې ډېر زيات خلک د بې خوبۍ په ستونزه اخته وو، چې د ډاکټر اسټرينجس په وینا په دغو مملکتونو کې د بې خوبۍ ستونزه په عامه روغتيا روغتونونو کې يوه عامه مساله ګرځېدلې ده.

خو د دې برعکس په څېړنه کې داسې هم راغلي چې په هندوستان او اندونیزيا کې د بې خوبۍ په ستونزو اخته کسانو شمېر په حیرانونکي توګه کم و.

ډاکټر اسټرينجس خبرداری ورکوي چې په پرمختللو هېوادونو کې د بې خوبۍ د ستونزې ډېروالی به په دغه هېوادونو کې د ډېرو نورو ناروغيو پیدا کېدو ته هم لاره اواره کړي.

نوموړی وايي چې د بې خوبۍ د ستونزې له لرې کولو لپاره کومه اسانه لاره نه شته، او که وي هم نو دغه موضوع اوږدې مودې ته اړتيا لري، او که څوک غواړي، چې د دې ستونزې لپاره کوم لاره تجويز کړي، نو بايد په اوږده موده کې د هغه د ژوند کولو طريقه، او نورې روغتیايي اغېزې په پام کې ونيسي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */