کلتور او هنر

سلمان خان خپلې رسامۍ خرڅوي

د هندي سینما وتلی ستوری سلمان خان یو له هغو سینمايي ستورو څخه دی چې د رسامۍ یا انځورګرۍ له هنر سره مینه لري او وخت ناوخت انځورونه باسي.

سلمان خان په تیرو کلونو کې په خپل لاس ښکلي ډیر انځورونو خپلو سینمايي دوستانو او نورو ته د قیمتي ډالیو په توګه ورکړي دي.

انډیا ټایمز ورځپاڼه وايي، تیر کال د سلمان خان یو بډای مینه وال له نوموړي څخه دده هغه انځور چې یوې مور په کې خپل زوی په غیږ کې نیولی د شل لکو هندي روپیو په بدل کې وغوښت. خو سلمان خان دا بیه د خپل هغه انځور لپاره چې ده ته ډیر ګران دی کمه وبلله. وروسته ورته د یو کروړ هندي روپیو وړاندیز وشو، چې د هندي د سینما دې لوبغاړي ومنه، انځور یې وپلوره او پیسې یې د ( انسانیت ) په نوم یو خیریه ټولنې ته ورکړې.

له ورته څو نورو وړاندیزونو وروسته د بالیوډ دې ۵۱ کلن سینمايي لوبغاړي اوس منلې چې خپل یو شمیر انځورونه وپلوري او پیسې یې دده د بشري چارو او مرستو په برخه کې ولګوي.

سلمان خان ته نژدې کسانو رسنیو ته ویلي، د نوموړې ټولې رسامۍ او انځورګري د انساني مینې، کورني ژوند او دې ته ورته نورو احساساتو پر موضوعاتو راڅرخي.

سلمان خان ویلي رسامي د شهرت او یا پیسو لپاره نه کوي بلکې دا یې د خوښې کار دی او د خپل روحي سکون لپاره کله ناکله رسامي کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */