سلمان خان او کترینه کیف اسټرلیا ته ځي

د سلطان فلم ډاریکټر علي عباس ظفر هڅه کوي، چې دوه جلا شوي مئینان سره یوځای کړي.

ډاریکټر ظفر هڅه کوي، چې سلمان خان او کترینه کیف په یو زړه پورې فلم (ټایګر زنده هی) کې سره یوځای کړي.

دا فلم د (یک تا ټایګر) فلم په دوام جوړیږي. په فلم لا له پخوا خبرې روانې وې؛ خو اوس يې د شوټینګ لپاره مهال ویش وروستی شو.

د فلم د شوټینګ چارې به په مارچ میاشت کې پیلیږي. د همدې لپاره سلمان خان او کترینه کیف په مارچ کې اسټرلیا ته ځي.

د فلم د شوټینګ رسمې چارې به د مارچ په ۱۵ مه په اروپا کې پیل شي.

ایک تا ټایګر فلم د یو هندي جاسوس کیسه ده، چې یو پاکستاني اجینټ سره په مینه کې راګیریږي.

ټایګر زنده هی فلم ددې همدې کیسې سره په تړاو جوړ شوی او سیاسي بڼه لري؛ خو تر ټولو يې مهمه دا، چې سلمان خان او کترینه کیف ټیک ۵ کاله وروسته سره بیا د سینما په پرده یوځای راڅرګندیږي.

فلم ته د سلمان او کترینه ګڼ مینوال په تمه دي.

کترینه او سلمان پخوا یو د بل عاشقان وه، خو اوس سره جلا شوي. دا چې ددې فلم ګډ کار به ددوې اړیکې ورغوي، یانه؛ وخت به يې ثابته کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */