ټولنیز ژوند

له ۲۴ کلنۍ وروسته ددې مهارتونو زده کول ضرور دي

لیکنه: غازي عابد

ژیاړه: نسیمه محمدي

۲۴ کلني هغه عمر دی چې تاسې باید ډېر ځانته اهمیت قایل شئ. شاید تاسې له پوهنتونه فارغ شوي یاست. ډېر دوستان لرئ او د خپلې شاوخوا نړۍ د تجربې په حال کې یئ.
خو عمر له دي پلوه اهمیت لري چې تاسې د نوی ځوانۍ پړاو پای ته رسولی او د پوخوالي پړاو ته داخلېږئ چې ستاسې په پاتې ژوند هم اغېز لري.
هغه څه چې دلته یې تاسو ته وایو، په ۲۴ کلنۍ کې، مخکې له دې چې ناوخته شي ترسره یې کړئ:

 پېر او پلور زده کړئ
فرق نه کوي چې ستاسې دنده او مسلک څه دی، بازار موندنه، مدير، خبریال، انجینر یا ……که تاسې تل په پېر او پلور کې مصروف یئ. دا پېر او پلور به ستاسې مالي پوهه چې نورو ته یې لېږدوئ تاسې په هره سیالۍ کې ګټیالي کړي.

 کله کله محدودیتونه مات کړئ
نړۍ د تجربه کولو ځای دی، نو بده به نه وي چې ځينې وختونه مو پښې له هغو کرښو چې تاسې د ځان لپاره ټاکلي دي بېرون او خپله شاوخوا نړۍ تجربه کړئ. لامبو وهلو ته لاړ شئ، له نویو خلکو سره چې وینئ اړیکه ټینګه کړئ، مختلفې دندې پیل کړئ…

 باید په یو مسلک کې مهارت ولرئ
ټولو انسانانو ته اړینه ده چې په یوه برخه کې خاص مهارت ولرې. د بېلګې په ډول: که هنرمند یې او کومه ورځنۍ دنده چې تاسې لرئ غواړئ استعفا ورکړئ، کولای شئ ځان ته دنده او هغه هنر چې لرې، نه یواځې دا چې له ژونده به خوند واخلئ بلکه ښه درآمد ولرئ.

 میئن شئ
هو، میئن شئ. رښتیا هم له مینې ښکلی څيز نړۍ کې نشته؟ مینه مو ژوند ته رنګ او انګېزه ورکوي. که میئن نشئ د نړۍ له ښکلو حسونو څخه به بې برخې پاتې شئ.

 مدیتیشن( هغه تمرکز چې موخه یې د رواني کیفیاتو اصلاح کول دي) زده کړئ
په نننۍ مدرنه نړۍ کې، یواځنۍ لاره چې کولای شي ستاسې تمرکز زیات کړي، مدیتیشن دی. څېړنې ښیي ۲۰ دقیقې مدیتیشن له ۲ ساعته خوب سره برابره ده. که څه هم تمرکز کول، هغه هم د ۲۰ دقیقو لپاره، ښایي چې لومړیو کې درته ګران وي، خو تمرین او ارادې زیاتوالی کولای شي ستاسې په ژوند مثبت اغېز وکړي.

 ډېر سفر وکړئ
د سفرونو لپاره مو مهالوېش جوړ کړئ. سفر به تاسې د ژوند په اړه ډېر څه درزده کړي. د بېلګې په توګه: تاسې په افریقا کې ژوند کوئ، اروپا ته لاړ شئ یا که په ګرمسېره سيمه کې اوسئ د کال په سړو موسمونو کې کاناډا ته سفر وکړئ. یواځې په دې صورت کې کولای شئ د شاوخوا نړۍ ژوند احساس کړئ.

 استرس او اندېښنه مو له ځانه لرې کړئ
تل اندېښمن اوسېدل، یواځې ستاسې انرژي مصرفوي. تاسې نشئ کولای د استرس او خفګان سره ژوند ته تغیر ورکړئ. که یو واقعې یا چانس په تمه یي، شاید دا واقعه پېښه شي خو تر هغو مو انرژي په مهمو چارو مصرف کړئ له خپل وخته خوند واخلئ او راتلونکې ته هیله مند واوسئ.

 پېسې مو بسپنه کړئ
مهمه نده چې د ځان له پاره کار کوئ که د بل چا لپاره، اړينه ده سر له اوسه هره میاشت یوه اندازه پېسې بسپنه کړئ د دې سره به مو خیال هوسا وي چې د ضرورت په وختونو کې به له ستونزو سره نه مخ کېږئ. که دا لاره غوره کړئ لرې نده چې میلونر شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد