سینما او موسیقي

د عالیه او رنویر نوی فلم (ګلي بوائي) له تاوده هرکلي سره مخ شو

د ځوانې او ښکلې اداکارې عالیه بهټ او د مشهور فلم ستوري رنویر سنګ تازه ریلیز شوی فلم (ګلي بوائي) ښه بازار پیدا کړی.

د فلم څارونکي وایي چې دا د رنویر دریم مسلسل فلم دی چې کامیابیږي او ښه بازار پیدا کوي.

د رنویر سنګ او عالیه بهټ دغه نوي نندارې ته وړاندې شوي فلم په دوو ورځو کې ۳۲،۵۰ کروړه روپۍ ګټلي دي.

د فلم مینوالو تر څنګ د فلم منتقیدینو هم دا منلې چې رنویر د دې وخت ښه ممثیل دی او ورته یې د باکس افس د نوي پاچا لقب ورکړی دی.

د بالیوډ د ځوان ستوري سنګ فلم د ویلینټاین دی یا د عاشقانو د ورځ پر مهال پر سینما نندارې ته وړاندې شو.

د فلم څارونکی ترن ادرش په خپل ټویټر اکونټ د دغه فلم د ګټې وټې په اړه لیکلي دي، د ده د معلوماتو له مخې فلم ګلي بوائي چې په ۱۴ د فبرورۍ خپور شوی په لومړۍ ورځ یې ۱۹ کروړه څخه زیاته ګټه کړې او د کال د غوره خلاصوونکي فلم یا (Best Opening) ریکارډ یې هم په خپل نوم کړ، په داسې حال کې چې دغه فلم په دوهمه ورځ د ۱۳ کروړه څخه زیاته ګټه په باکس افس کې وکړه.

دا فلم د زویا اختر په لارښوونه جوړ شوی او د دې تر څنګ چې په هندي سینما روښانه شوی پاکستان هم ورته په خپلو سینما ګانو د نندارې اجازه ورکړې، ایکسپریس نیوز وایي چې هلته یې هم بازار ښه ګرم دی.

د فلم څارونکي وایي په باکس افس کې د رنویر داسې راج چلیږي لکه په وړاندې وخت کې چې د شاه رخ خان، عامر خان او سلمان خان و.

د یادول ده چې د فلم پدماوت او سمبا وروسته ګلي بوائي د رنویر دریم کامیاب فلم دی چې بازار ته وړاندې کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی