د لال شهباز قلندر زیارت کې چاودنې تر اویا زیات کسان وژلي

د پاکستان د سند ایالت په سیهون سیمه کې د لوی صوفي لال شهباز قلندر په زیارت کې ځان وژونکې برید لږ تر لږه اویا کسان وژلي او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دا چاودنه د جمعې په شپه د زیارت په ودانۍ کې دننه هغه مهال وشوه چې هلته په ګڼ شمیر کې زیارت کونکي راټول شوي وو.

د سیهون د پولیسو مشر په وینا برید ګر د زیارت له عمومي دروازې څخه ننوت او وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړه.

پاکستاني چارواکي وايي، له برید وروسته زیارت ته مرستندویه ډلې او له نورو ښارونو امبولانسونه استول شوي دي.

د سیهون په روغتون کې موجود یو امنیتي چارواکي بي بي سي اردو ته ویلي چې تر اوسه پورې دې روغتون ته اویا ته مړې وروړل شوي دي. په وژل شویو کې یو شمیر پولیس هم شامل دي.

دسیهون روغتون مشر ډاکتر معین الدین صدیقي ویلي، تر اوسه دوه نیم سوه ټپیان وروړل شوي دي چې د څلوېښتو روغتیايي وضیعت خراب دی.

نوموړې ویلي سل ټپیان له لومړنیو طبي مرستو وروسته رخصت شوي، او یو شمیر سخت ټپيان د سند ایالت نورو روغتونونو ته استول شوي دي.

د پولیسو د یو چارواکي له خولې رسنیو ویلي چې په وژل شویو کې لږ تر لږه دوه تنه پولیس او د زیارت یو منجاور هم شامل دي.

د یادونې وړ ده چې ددې زیارت د امنیت لپاره عموما دغلته، د پنځه ویشت په شا او خوا کې پولیس د ورځې او ماښام له خوا موجود وي.

د پاکستان پوځ وايي، پوځي طبي ډلې یې سیهون ته استولي څو ددې پېښې له ټپیانو سره مرسته وکړي.

په زیارت کې چاودنه په داسې مهال شوې چې د جمعې په ماښام د لال شهباز قلندر زیارت ته په زرګونو خلک ورځي.

دا په وروستي یو کال کې په پاکستان کې تر ټولو مرګونی برید ګڼل کیږي.

په تیره یوه اونۍ کې د پاکستان څلور واړه ایالتونه پرلپسې د بریدونو شاهدان وو. د پاکستان په پنجاب کې د لاهور له چاودنې نیولې بیا د بلوچستان په مرکز کوټه، ورپسې د خیبر پښتونخوا په پېښور او اوس د سنده ایالت سیهون کې پرلپسې چاودونو ددې هیواد د روان امنیتي وضیعت په اړه پوښتنې راپورته کړي.

د لال شهباز قلندر په زیارت کې د ننۍ چاودنې مسولیت د اسلامي دولت وسلوالې ډلې ( داعش) منلی. د اعماق خبري اژانس چې داعش پورې تړلی خبري اژانس دی وايي چې دا برید د دوی له خوا ترسره شوی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */