سیګار: افغان حکومت یوازې په ۶۰ سلنه خاوره واک لري

د افغانستان د بیارغونې لپار د امریکا څارنې ادارې ویلي، چې افغان حکومت یواځې د هیواد په ۶۰ سلنه برخه حکومت کوي.

دې ادارې ادعا کړې، چې دا افغانستان لپاره د واشنګټن مرستې په ځای نه دې لګیدلي او وضعیت له پخوا خراب شوی.

سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د ملي وحدت حکومت یوازې د هیواد په ۵۷ سلنه برخه کنټرول لري.
د سیګار د رپوټ له مخې په هیواد د حکومت د کنټرول ګراف د تیر ۲۰۱۵ کال په نسبت ۱۵ سلنه ټیټ شوی.

راپور وړاندې لیکي، چې د هیواد ۱۰ سلنه ولسوالۍ د دولت ضد وسله والو تر ولکې لاندې دي، او په ۳۳ سلنه نورو يې د امنیتي ځواکونو او دولت ضد وسله والو ترمینځ نښتې روانې دي.

د سیګار په دې ۲۶۹ مخیز رپوټ کې راغلي، چې د افغان ځواکونود مرګ ژوبلې ګراف ورځ تر بلې لوړیږي، په داسې حال کې چې د ځواکونو شمیر او په ولسوالیو يې کنټرول کمیږي.

د رپوټ له مخې د تیر کال د جنوري میاشتې له لومړۍ څخه د نومبر تر ۱۲ مې ۶،۷۸۵ سرتیري وژل شوي او ۱۱،۷۷۷ نور ټپي شوي دي.

د سیګار راپور وايي، چې له ۲۰۰۲ کال څخه راپه دیخوا امریکا په افغانستان ۱۱۷ بیلونه ډالره لګښت کړی، چې لاس ته راوړنې يې کمې او د پوښتنې وړ دي.

رپوټ وړاندې لیکي، چې افغان امنیتي ځواکونه دومدار ملاتړ ته اړتیا لري او دا مرستې باید له نژدې وڅارل شي څو پکې د فساد مخه ونیول شي.

بل پلو د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د سیګار رپوټ په حقیقت ولاړ نه دی. ددې وزارت چارواکي وايي، نه هم د سرتیرو مرګ ژوبله دومره ډیره ده، څومره چې سیګار یادونه کړې؛ او نه هم دومره ولسوالۍ او سیمې د وسله والو تر ولکې لاندې دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */