بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند زده کړې سیاست

دایمي سولې ته د رسیدو لپاره باید افغانان دا بنیادونه ژوندي کړي

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: غازي عابد

په دې به لیکنه نه اوږدوو چې سوله څه شی دی، ځکه پوهیږو چې سوله یعنې داسې یو ژوند چې له جګړې، وژنې او تاوتریخوالي لرې وي.

بدمرغي دا ده چې پرلپسې خونړیو جګړو افغانان ذهناً داسې پوه کړي چې سوله یعنې دا چې پاکستان باید غلی شي، وسله والې او جرمې ډلې زموږ پر ضد حمایه نه کړي، طالبان یا بله وسله وال ډله باید وسله پر ځمکه کیږدي، نړیوال دې ووځي او په حکومت کې دې ټول چارواکي په یو ځل او ژر سره یوه خوله شي او سوله به راشي، خو دا د سولې خبره یوازې په یادو شویو خواوو او خبرو پورې نه ده تړلې، بلکې معنا او مفهوم پراخه دی، که همداسې پراخه تعبیر ترې وشي او عملي شي، له هر څه برخمن کیدای شو.

موږ باید سوله داسې هم تعبیر کړو چې سوله یعنې سم مسلمان او قانون ته غاړه ایښودونکی اوسیدل، د بل چا حق نه خوړل، لارې او کوڅې نه ورانول، له چا سره دښمني نه کول، د هیواد په بیارغوونه کې ځان بلکل مسوول ګڼل، ښوونځي او علمي ځایونه ساتل او ترې دفاع کول، ټولنیز یووالي او همدردۍ ته کلکه ملا تړل….

دا پورته شیان مې ځکه ذکر کړل چې دا د سولییز ژوند اساسات دي، که زه د قانون مطابق و اوسم او بل کس له ما ونه ځوریږي، نو نه مجبوریږي چې زما پر ضد تخریبي ګام پورته کړي. که د بل چا حق ونه خورم، نو بل شخص زما حق نه خوري. که لاره کوڅه ورانه نه کړم، نو دا ویره به هم راسره نه وي چې خوږ نه شم او ناوخته ونه رسم. که ګذشت وکړم او له چاسره دښمني ونه کړم، په کور او له کور بهر به راته هر څوک دښمن نه ښکاري. که د هیواد په بیا رغوونه کې ځان مسوول وبولم، نو بیا به پوخ سړک وران نه کړم، دولتي عاید به غلا نه کړم. که ښوونځي او علمي ځایونه وساتم، نو بیسواده به پاتې نه شم. که ټولنیز یووالي او همدردۍ ته ملا وتړم، بل هیواد هم راسره همداسې کوي….

نو څه فکر کوئ چې موږ داسې وکړو، همدا سوله نه ده، همدا ژوند نه دی، همدا د فرعونیانو، فاسدینو، خاینینو او پردیو د واکمنۍ پای نه ده، همدا زما، زما د هیوادوال او وطن د ژوند او بقا لامل نه کیږي…؟! زه ډاډه یم چې ځواب به مو هو وي، نو چې راسره موافق یۍ، سوله هم همدا شوه او زموږ په لاس کې شو، دا چې دې ته فکر نه کوو او نه لاس په کار کیږو، بیا نو هر څه په خپله په ځان کوو او په لوی لاس د خپل ښکلي ژوند کیلي دښمنانو ته په لاس ورکوو !

زه لوستونکی باید څه وکړم؟!
دا نور هر څه پریږده، یوازې همدا چې په کومه دنده کې یم، په کومه ځای کې چې اوسم… دلته هغه څه دي چې زه یې ترسره کوم او هغه یو ډول ناروا عمل دی. که زه همدا پریږدم، نو که زما په شان ډیر نور خلک همداسې کوي، بلاخره یوه کتله به ترې جوړه نه شي، که په دې درې متل باور لرم چې «اندک اندک، بسیار میشه) نو باید دا هم له ځانه سره ونه وایم چې مړه که دا زه وکړم یا نه، ګټه نه کوي او خاینین ډیر دي، یا ډیر زیانه نه اړوي. نه! هره اصلاح له ځانه پیلیږي، له جهانه نه!

مثلاً: که زه یوه دنده لرم، هلته مراجعین راځي، زه د اصولو مطابق د هر یو کار خلاصوم او دې ته نه ګورم چې د رییس صیب کار ژر خلاص کړم یا اولیت ورکړم، یا له یو چا رشوت و شیریني وانخلم، هغه ته ډیر او ژر وخت ورنکړم، بلکې دداسې یوه کس او عادي مراجع کوونکي حق مساوي وبولم… نو څه فکر کوئ دا به ددې لامل نه شي چې یوه لویه کتله خوشحاله کړم، دا به ددې لامل نه شي پیسه دار او واسطه دار ځان سره فکر کولو ته مجبوره شي، یوازیوالي احساس وکړي او ووايي چې په غلطه روان یم، دا به ددې لامل نه شي چې په ټولنیزه کچه پر یو بل باور پیدا شي، بلکل همداسې کیږي، نو په سوله کې زما ونډه همدا شوه چې خپله دنده په خپل وخت او صداقت سره پرمخ یوسم.

سیاسي سولې ته لار هواریدل
هره ډله، سیاست، حکومت او بنسټ له عامو خلکو سرچینه اخلي، نو چې عام افراد منبع شوه او دا منبع سمه او صادقه شوه، ترې سرچینه اخیستونکي خامخا سم او صادقه کیږي.

د بیلګې په ډول ځیني بهرنۍ ټولنې یادوو، مثلاً امریکايي وګړو ټولنیز یووالي، همدردۍ او خپل حق و مسوولیت ته پام کړی او عملي کړي یې دي، نو له همدې امله هیڅ یې حکومت داسې ګام ترې نه شي اخیستی چې هغه وګړي یې فساد، خیانت او بد بولي، په داسې حال کې چې نړۍ کې زبرځواک هم دی.

دا بیخي عملي او واقعي خبره ده چې د ټولنې وګړي هغه وخت د افرادو او بیرونیو کړیو له خوا بد کارول کیږي چې خپل ټولنیز تړون مات کړي، دنده او مسوولیت ونه پیژني او بې غوره پاتې شي.

فلهذا که همدا نن زه (هر یو) متوجه شم، په خپل وس کار کې صادق شم، لږ وخته وروسته به هیڅوک زما په وسیله او زما ترمخه خیانت او ناقانوني ونه کړي، زما پر سر به لوبې ونه کړي او بلاخره بد انسان به هیڅ زموږ ترمنځ او مخه کې ځان مصؤن ونه بولي، یا به سمیږي او یا هم بیخي له ټولنې محوه کیږي.

نو؛
نور هر څه پریږدئ، هغه نیک څه وکړئ چې ستا تر وسه دي، خو دا څه دوامداره او هر ځای وکړئ، وګورئ چې څومره پلویان مو پیدا کیږي، څومره محبوبیت پيدا کوئ، څومره زړونه نرموئ او بلاخره څنګه لار هواریږي چې پردی، فاسد، خاینین او بد انسان ستا په سره له واکمنۍ، معاملې او ټولنې تیښته وکړي او بلاخره ستا دایمي او واقعي سیاسي سولې ته هم زمینه برابره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد