ټولنیزې مسالې د ګټې خبرې ژوند بڼه

ایا غواړئ، چې مشهور شئ؟!!

شهرت د انسان طبیعي غریزه ده او ډېر کسان په دې خوښیږي، چې ډېر خلک یې وپېژني.

په نړۍ کې په سلګونو زره داسې کسان موندل کیږي، چې د شهرت لپاره پانګونې کوي. څوک په مثبتو چارو شهرت مومي او څوک په منفي، خو شهرت د انسان اصلي هدف نه دی. شهرت د هدف پر لور د تګ یوه وسیله ده، خو که شهرت هدف ګرځي، د انسان هڅې او فعالیتونه اغېز له لاسه ورکوي.

یو څوک د ځان د شهرت په خاطر پر بېوزلو پیسې وېشي.

یو څوک د دې لپاره جومات جوړوي، چې دده په نامه شي.

یو څوک د دې لپاره روغتون جوړوي، چې دی پرې مشهور شي.

په دغو ټولو چارو کې اصلي هدف شهرت دی او کله، چې شهرت ترلاسه شي، فعالیت له منځه ځي او یا خپل اغېز له لاسه ور کوي. په تشهیري فعالیتونو کې فرد مسوولیت، احساس او اړتیا نه انګېري، بلکې دا ټول څیزونه د خپل شهرت تابع ګرځوي.

دا حقیقت باید ومنل شي، چې مصنوعي شهرت تر مرګ وروسته، رکود کوي. هغه کسان، چې د فعالیتونو اساس یې شهرت دی، تر مرګ وروسته، شهرت او ترسره کړی فعالیت دواړه له لاسه ور کوي. برعکس شهرت په خپله حقیقي بڼه، پایښت کوي.

ډېر ځله شهرت د انسان د فعالیت د رکود لامل هم ګرځي.

ستاسې یوه پروژه بریالۍ کیږي، شهرت پیدا کوئ او فکر کوئ نور په هرڅه پوهیږئ…

مډال مو یووړ، په ټول هېواد کې مشهور شوئ، ټلویزیونونه او رسنۍ مرکې درسره کوي او تاسې د شهرت احساس کوئ. نور د ځان جوړونې د فعالیتونو پر ځای پر دې فکر کوئ، چې څنګه ترلاسه کړی شهرت خوندي کړئ؟!! ستاسې ټول وخت پر دې ضایع کیږي، چې که پلي لارځم، خلک به څه وايي؟ که په ټولګي کې ابتدایي زده کړې کوم، دا خو شرم دی. ټول خلک مې پېژني!! له رېړۍ نه سودا نه اخلم، خلک به وايي، چې پیسه دار او مشهور سړی دی، له ریړۍ او لیلامۍ خرید کوي!!
له شهرت نه په منفي ابعادو کې دا ډول تعبیر او تفسیر د انسان د پرمختګ مخه ډب کوي.

ډېر داسې کسان به پېژنی، چې لږ مشهور شوی، وروسته له یوه راکد او جامد حالت سره مخ شوی. پرمختګ نه کوي او وړتیا او ظرفیت یې ورځ په ورځ صفر کیږي. د دې ستر لامل دادی، چې هغه د شهرت په اوج کې خپل فعالیت او د ودې بهیر درولی دی. هغه فکر کوي، چې ظرفیت یې لوړ دی، هرڅوک یې پېژني، مشهور دی، همدا کفایت کوي، خو پنځه کاله وروسته یې پایلې منفي دي. په دومره زماني فاصله کې به دی له خپلو همزولو خورا شاته پاتې وي. نور به له ده لس چنده ظرفیت لري، خو دی به د شهرت کاذب غرور د پرمختګ له مزله نه راګرځولی وي.

مشهور او شهرت طلبه کسان عموما له پرېشانیو او ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. خلک هم پر دوی غږیږي او رسنۍ هم له دوی لاس نه اخلي. د هرچا سترګې ورته ځیرې وي. ویل کیږي مشهور کسان له نورو عامو خلکو نه له درې تر اوو کلونو پورې ژر زړیږي. هغوی په هر عمل کې د هغه پر احتمالي غبرګونونو فکر کوي.

که پلي لاړ شم خلک به څه وايي؟ په کالیو کې، چې ځم، بد به ښکاره شم! دا ښه نه ده، چې زه له عادي خلکو سره روغبړ وکړم! زه خو مشهور سړی یم، دې خلکو ولې ستړي مه شي رانه کړل؟ زه څنګه ستړي مه شي ته ورشم، هغه باید راشي!! او په لسګونو نورې داسې پوښتنې دي، چې۲۴ ساعته د مشهورو او شهرت طلبه کسانو ذهن بوخت ساتي.

د شهرت تر ټولو ښه اړخ د هغه مثبت اړخ دی. که شهرت د ځان د پرمختګ او ذهن او فکر د تسکین لپاره وکاریږي، فکر کوم ښیګړې یې ډیرې دي، خو که منفي اړخ نیسي، تر ګټې یې زیان ډیر دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */