Women walk past a poster at a shopping mall in Kabul August 25, 2011. REUTERS/Omar Sobhani
Women walk past a poster at a shopping mall in Kabul August 25, 2011. REUTERS/Omar Sobhani

هغه ټکي چې د لباس پېرلو پر مهال باید په پام کې ونیول شي

د تودوخې په ډېرېدو سره ډېری خلک خپل ژمني کالي لرې کوي او نوې جامې اغوندي.

یو شمېر کسان د زړو پرځای نوې جامې پېري. که تاسې هم غواړئ، چې جامې وپېرئ ، خو ډېرې پیسې مو پرې مصرف نه شي، لومړی خپلې ټولې مخکینۍ جامې را واخلئ او یوه یوه جوړه په ځیر سره وګورئ. کېدای شي داسې جامې مو په المارۍ کې وي، چې ستاسې به هېرې وي، خو په لیدو به مو یې سترګې رډې رډې راووځي!!

داسې مه کوئ، چې جیب له پیسو ډک کړئ او هرڅه مو، چې خوښ شول هغه وپېرئ. د پېرنې لپاره پیسې بېلې کړئ او بیا یې مصرف کړئ. که واردمخه مو لیست چمتو کړی وي، په بازار کې به اضافی شی وانخلئ. دا به تاسې ته هم تجربه شوي وي، چې کله مو په لاس کې د توکو لیست موجود وي، کله هم اضافي شی نه اخلئ، خو که لیست درسره نه وي، بیا مو، چې پر مخه هرڅه درځي، زړه مو یې پېرلو ته تخنیږي.

کله هم په پور شی مه اخلئ. کوښښ وکړئ د کالیو او سلیقوي کارونو لپاره له خپل جیبه مصرف وکړئ. د رخصتۍ په ورځو کې ډېر خلک شیان پېري، که غواړئ، چې د انتخاب او پېرنې لپاره ښه وخت ولرئ، د اوونۍ په نورو ورځو کې بازار ته ووځئ. په دې ورځو کې تاسې یو شی لس ځله او لس ځایه هم بیه کولای شئ، له دوکاندار سره چنې هم وهلای شئ، خو که پېرونکي ډېر وي، تاسې دې چارو ته وخت نه مومئ او نه هم دوکانداران دومره وخت درکوي.

پاکټ بند شیان ټول ګورئ او بیا یې کڅوړې ته اچوئ. جامه او بوټ یا دا ډول بل څیز مو، چې وپېره، ښه یې وګورئ، چې کوم ځای یې څیرې نه وي، ګل یې خراب نه وي، رنګ نه وي پرې توی شوی او داسې نور. دا هم وګورئ، چې دا لباس چې زه اخلم ایا له نورو جامو سره خو به مې یو ډول نه وي؟ رنګ یې متفاوت دی او که یه؟ کله، چې ډاډه شوئ بیا یې په خپله کڅوړه کې واچوئ.

لباس معمولا د افرادو د شخصي سلیقو پر بنسټ پیرل کیږي. ګرانبیه شی واخلئ، خو چې ستاسې خوښ وي. د قیمت لپاره یې مه اخلئ، ځکه دوه ورځې به مو اغوستی نه وي، بیا به مو په المارۍ کې غورځولی وي. داسې مه کوئ، چې یوځای مو ښه شی وموند او بس هملته خیره شئ، چې دا به اخلئ. وګورئ کېدای شي په بازار کې تر هغه په ارزانه بیه او ښه رنګ او کیفیت پیدا شي. ډیر کسان، چې لباس اخلي خپل ځان نه کچي، وروسته یا اوږد، یا لنډ او یا هم تنګ او ازاد وي. د خپل وجود اندازه باید درسره وي. دغه راز باید لباس واغوندئ او تر اغوستن وروسته یې وپیرئ. وګورئ، چې غاړې ته مو څو درجې یخن قاق درځي؟ که تاسې ته پته نه وي، دوکاندار ته ووايئ، چې غاړه مو وکچي. ډیر کسان له اندازې پرته یخن قاق پیري، خو وروسته، چې نکټايي ور غورځوي، یا غټ وي او یا خورا وړوکي، چې په دواړو صورتونو کې بدرنګه ښکاري.

یوه مفته مشوره دا هم ده، چې له ملګرو سره پلورنځیو ته مه ځئ. دا کار خوند کوي، خو ډیرځله سړی دې ته اړ وځي، چې خوښ یې نه وي، خو لباس وپیري. یا له ملګرو شرم، یا بل څه. ممکن ملګرو ته هم یونیم شی وپیرئ، یا د غرمې ډوډۍ درباندې چپه شي. په دې صورت کې د ګټې پرځای تاوان کوئ. که غواړئ له ملګرو سره خرید ته لاړ شئ، د سهار له مهاله مه ځئ، له دوو بجو وروسته لاړ شئ، بیا یې نو ډوډۍ نه درباندې تاوان کیږي. ( ژباړه او زیاتونه)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.