کلتور او هنر

شلپا شيټهي بیا فلمي نړۍ ته راځي

د هندۍ سینما فلمي لوبغاړي شلپا شيټهي چې له ډېر وخت راهیسې يې په فلمونو کې کار نه دی کړی، وایې بېرته فلمي نړۍ ته راځي.

دغه فلمي ستوري د هندوستان له کامیابو پخوانیو فلمي ستورو شمېرل کیږي او په ډېرو کامیابو فلمونو کې یې هم کار کړی، خو له ډېر وخت راهیسې په کوم فلم کې نه و ښکاره شوي.

شلپا وایي، د ځينو کورنیو ستونزو له امله یې ونه شو کولی چې په فلمونو کې کار وکړي خو اوس یې بیا زړه ښه کړی چې فلمي نړۍ ته به راځي.

د هندۍ رسنیو د رپوټ له مخې، شلپا شيټهې په یوه مرکه کې ویلي، چې ممثلین په څه نه، څه لامل له امله خپله مسلک قرباني کوي او نه شي کولی چې د زیات وخت لپاره ورته کار وکړي.

دا وایي، زما لپاره د فلمي نړۍ څخه د لرې والي اصلي لامل زما زوی ویان وه، چې په کار وه په هاغه وخت کې مې ټول پام په هغه ساتلی و.

شلپا شيټهي وایي کله چې یې د فلمي کرئیر د پرمختګ وخت شو نو یې هاغه مهال زوی وړوکی و، زیاتوي چې تر ټول نژدي او مهم ورته د خپلې کورنۍ سره اړیکي دي چې باید ښې وي، دا زیاتوی، همدا لامل وه چې چې د فلمي نړۍ څخه د یوه څه ډېر وخت لپاره لرې پاتې شو.

شیټهې وایي، د یوې مېرمنې اداکارې لپاره په یوه وخت د دوو کارونو سرته رسول نهایي ستونزمن کار دی.

شلپا شيټهې زیاتوي چې په فلمونو کې کار کول د پوره ورځې خبره ده او مهال یې پوره ورځې لپاره جوړیږي، نو هغه وخت یې ځکه په فلمونو کې ټوله ورځ کار نشو کولی چې یې زوی ایان وړوکی و.

اوس زیاتوي چې دا مهال د فلمي نړۍ د راتګ لپاره پوره چمتو ده.

شلپا شيټهې په خپلو خبرو کې ویلي چې ژر ده فلمي نړۍ ته راشي او په فلمونو کې به کار وکړي خو دا یې نه دي ویلي چې په کوم فلم کې د کار کولو لپاره زړه ښه کړی؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی