۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې سپورټ نړیوال کرکټ

د شهزاد سلیزه او له هند سره د افغانستان جالبه لوبه

د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ اسیا جام په ۵۰ اوریزه سیالیو کې د افغان بریدګر توپ وهونکي شهزاد محمدي سلیزې ستر رول ولوبو.

افغان ویکټ کیپر توپ وهونکي شهزاد محمدي د هندوستان خلاف د اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په وروستۍ لوبه کې برید کونکی پیل وکړ، چې په واځې ځان یې د افغان لوبډلې وړاندې روانې کړې، چې په وروستیو کې وورسره محمدي نبي عیسی خیل هم د ۶۴ منډو ښه ملاتړ وکړ.

شهزاد محمدي د هندوستان خلاف په دې سیالۍ کې ۱۲۴ منډې جوړې کړې، چې په توپ وهنه کې ۷ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې شاملې وې، چې د افغان لوبډلې هدف یې تر ۲۵۳ منډو ورسو.

که څه هم په سیالۍ کې افغان لوبډلې بریا خپله نکړه، خو هندۍ کرکټ ملي لوبډله یې هم ګټې خپلولو ته پرینښوده او لوبه په مساوي توګه پای ته ورسیده.

هندۍ لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځيدو د لوبې په ۵۰ م اور کې ۲۵۲ منډې جوړې کړې، خو د وروستۍ ویکټې په بایللو سره یې بریا خپله نکړه.

په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ اسیايي شورا لخوا د افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش او هانګ کانګ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ په ۵۰ اوریزه سیالیو کې د افغان لوبډلې د ګډون سفر هم په همدغه ځای پای ته ورسید، ځکه چې له دې وړاندې یې په دوه سیالیو کې د پاکستان او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو څخه ماتې وخوړې او پای لوبې ته له ورتګ څخه پاتې شوه.

د کرکټ اسیا جام سیالیو ۱۴ م پړاو لوبو کې افغان لوبډلې په خپل دویم ځل ګډون سره د تیر په پرتله څو چنده ګټه وکړه، چې پکې د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې ته د دویم ځل ترڅنګ د سریلنکا لوبډلې ته هم د لمړي ځل لپاره ماته ورکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په خپل دې سفر کې نه یواځې د سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ته ماتې ورکړې؛ بلکې ورسره یې د هند او پاکستان لوبډلو پر وړاندې بهترینه لوبې ترسره کړې.

شهزاد محمدي په ۵ لوبو کې د بنګله دیش خلاف د یوې نیمه سلیزې جوړولو ترڅنک د هندوستان پر وړاندې یوه سلیزه جوړه کړه، چې په نړیوال کرکټ کې یې ۵ مه سلیزه حساب شوه او ښايي د شهزاد محمدي لپاره دا سلیزه د هندوستان د کورني کرکټ «آي پي ایل» سیالیو کې د اخیستو یو ښه فرصت وشمیرل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی