کلتور او هنر

د امیتاب بچن لور شیوتا وایي، لومړۍ مینه يې سلمان خان سره وه

د هندوستانۍ سېنما مشهور او قدرمن فلمي ستوري امیتاب بچن لور شیوتا بچن ویلي چې په لومړي ځل د بالیوډ په تکړه فلم ستوري سلمان خان مینه شوې وه او په خبره یې لومړۍ مینه یې همدا وه.

نوموړې دغه خبرې په یوه ټلویزیونې پروګرام کې د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي چې د ډېرو مینوالو لپاره د حیرانیتا سبب هم شوې.

هندۍ رسنۍ وایي، د بالیووډ د تجربه کار او له ډېر څخه لوبیدونکي اداکار امیتاب بچن لور ویلي چې لومړې مینه یې سلمان خان سره پيدا شوې وه.

د رپوټونو له مخې، مشهور فلم ستوري امیتاب او ورسره لور یې شیوتا بچن د مشهور او تکړه فلم جوړونکي کرن جوهر په زړه پورې او ښایسته ټلویزیونې پروګرام (کافي ود کرن) کې ګډون کړی و.

د معلوماتو پر اساس، د خپرونې په جریان کې کله چې د بچن د کورنۍ په تړاؤ د ځینو رازونو له پورته کولو په تړاؤ پوښتنې وشوې نو شیوتا داسې یو ځواب هم ورکړ چې زیات يې حیران کړل.

کرن جوهر د نوموړې ژوند کې د لومړۍ مینې په تړاؤ وپوښتل چې شیوتا هم بغیر د کوم فکر څخه د سلمان خان نوم واخیسته.

نوموړې زیاته کړې چې د ژوند لومړۍ مینه یې د سلمان خان سره وه چې نوموړی یې د فلم(می نې پيا کیا) وه.

د شیوتا د خبرو په جریان کې یې ورور ابهشیک بچن وردانګل او زیاته یې کړه چې لومړی کرش بیا عامر خان وه چې په خبره یې شیوتا د هغوی د زوکړې د ورځې په مناسبت څه لیک هم کړی و.

ویل کیږي چې د ابهشیک بچن خبرو د شیوتا په خبرو کې وردانګل د نوموړې سره خلاف نظر یا هم نظري نه وه خو داسې هم ویل کیږي چې د ابهشیک بچن د مېرمنې او د ښکلې فلم ستورې چې د ښکلا ملکه هم پاتې شوې ایشوریا رائی بچن وروستي ملګریBoyfriend پاتې شوې وه.

د خپرونې په جریان کې خبره یوازې د لومړې مینې پورې تړلې پاتې نه شوه بلکې کله چې کرن جوهر په یوه بله پوښتنه کې شیوتا وپوښتل چې کوم اداکار یې احساسات ټپي کړي چې د دغه پوښتنې سره یو ځل بیا د امیتاب بچن لور د خپلې وریندارې ایشوریا رائي د پخوانې ملګري سلمان خان نوم واخیسته.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی