د افغان کوژده شوو او واده شوو انجونو اختری؛ منفي او مثبت اړخونه

په افغانستان کې د ډیرو نورو رواجونو ترڅنګ یو دروند رواج چې کورنۍ يې باید ترسره کړي اختري رواجونه دي، موږ مو دلته د دغو اختریزو رواجونو له له ښو او بد اړخونو خبروو:

ــ د کوژده شوو انجونو اختریزه ډالۍ

په افغانستان کې د معمول سره سم دا دود دی چې انجلۍ د هلک په نوم شوه نو؛ تر واده پورې باید په بیلابیلو نومونو انجلۍ ته ډالۍ یوسې ( د برات د شپې برخه، د ژمي د رارسیدو برخه، د اوړي د پیل جوړه او د کوچني او لوۍ اختر برخې).

د هلک کورنۍ د رواج له مخې مجبوره ده چې انجلۍ ته جامې، د سینګار توکي، وچه او تازه میوه، وریجې غوړي، پسه او دې ته ورته نورې ډالۍ یوسې.

ــ د واده شوو انجونو اختری

که یوه انجلۍ واده شي نو د اختر ډالۍ يې بیا ورور کور ته ور وړي ځکه؛ د ورونو پر وینا خور يې ورسره په میراث کې شریکه ده او د خلکو په وینا ددې لپاره چې یوې خور ته د میراث اخیستل شرم دی نو ورور په اختر کې برخه ور وړي او همدارنګه يې د وفات کیدو وروسته ګور او کفن ترڅنګ خیراتونه هم کوي څو؛ له وروره د میراث طمع ونکړي.

انجلۍ ته د اختریزو ډالیو وړلو ګټې:

د کوژده شوو او واده شوو انجونو آندونه

عزیزه کوژده شوې دا چې انجونو ته د اختري وړل څه ګټې لري په اړه يې وايي:

«یوې کوژده شوې انجلۍ ته د ډالۍ وړل د انجلۍ ارزښت معلوموي هم د خسرګنۍ پر وړاندې او هم د انجلۍ د کورنۍ پر وړاندې، هغه ځکه چې انجلۍ د اختري په راوړلو دا درک کوي چې خسرګنۍ ته يې ډیر ارزښت لري او بله داچې، د کورنۍ او همزولو ترمنځ يې هم سترګې جیګیږي.»

کوژده شوې، مینه بیا وايي:

«انجلۍ ته د اختري راوړلو ګټې ډیرې دي یو داچې کوم کالي، سینګار توکي او سره زر د خسرګنۍ لخوا انجلۍ ته راوړل کیږي انجلۍ يې ساتي او دا ددې لامل کیږي چې په واده کې دې په زوم د یادو توکو بوج لږ وي.
بله ګټه يې دا ده چې، آرواپوهان وايي تاسو مو د ژوند ملګرې ته ډالۍ ورکړئ ځکه دا چاره يې د خوشحالیدو سبب ګرځي او کله چې، انجلۍ خوشحاله وي دلته د مینې اړیکه رامنځته کیږي او دا باعث ګرځي چې ښځه او خاوند د کوژدې خوښ ژوند پیل او تل خوشحاله ژوند تیر کړي.»

ددې رواج زیانونه به څه وي؟

ښکاره چې هر څه مثبت او منفي اړخونه لري. انجلۍ ته اختری وړل ډیری هیوادوال ناسم دود ګڼي او دا د زوم په تاوان بولي.

که د اختر ډالۍ د انجلۍ او د انجلۍ د کورنۍ په طبعه نه وي دلته زړه بدی منځته راځي او ان کله کله دا مسایل د دواړو کورنیو د لفظي شخړي باعث ګرځي چې له همدې ځایه د انجلۍ سره د خسرګنۍ او د زوم ضد شروع کیږي او دا لانجې، پیغورونه او خپګان به د عمر سره سم وي.

بله دا چې ډیری زومان اقتصادي ستونزو سره مخ وي که هر ځل په بیلابیلو نومونو انجلۍ ته ډالۍ وړي نو د اقتصاد له نظره ورته تاوان اوړي او مجبوریږي چې د واده ډیره برخه مصرف په دغه ډول رواجونو ترسره کړي او په واده کې قرضداره شي.

حل لاره څه ده؟

د پښتو متل دی چې وايي، داسې کار وکړه چې نه سیخ وسوځي او نه کباب!

ددې لپاره چې دواړه کورنۍ هم خفه نشي او هم دا دود یوڅه پرځای شي ښه ده د انجلۍ کورنۍ خپله راتلونکې په نظر کې ونیسي.

که چیرې يې زوم وس نلري نو هیڅ ترې اختری مه اخلئ او که چیرې غواړي لږ څه انجلۍ ته واخلي هم تاسو پکې مداخله مه کوئ پریږدئ هغه څه چې ستاسو د زوم کورنۍ غواړي ترسره يې کړي.

د بیلګې په ډول که ستاسو زوم تاواني، قرضداری او خپه شي دا مو د عمر د زړه بدۍ سبب ګرځي، هیڅکله هڅه مه کوئ په وړو، وږو مسایلو مو زړه خپه کړئ په لږو قناعت وکړئ او خوشحاله ژوند ترسره کړئ.

About الما افغان 82 Articles
الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده