اقتصاد

د شاتو مچۍ؛ اقتصاد پوهان یې څومره ځانته مات کړي؟

لیکنه: صادق طارق

جیمز مید(انګریز اقتصاد پوه) مخکې له دې چې د نوبل جایزه وګټي، د یوه سخت اقتصادي مفهوم د اسانولو په لټه کې و.

هغه په دې لړ کې د شاتو له مچیو الهام واخیست او ویې ویل، چې اقتصاد پوهان باید له دغو مچیو ډېر څه زده کړي.

د دې ترڅنګ د برتانیې د اقتصاد پوهانو ټولنې لوګو هم د شاتو یوه مچۍ ده.

هالینډي اقتصاد پوه برنارد ماندویل هم پخپل اثر( د شاتو مچیو کیسه) کې چې په ۱۷۳۲ کې چاپ شوی، د شاتو کندو د اقتصاد استعاره ګڼلې ده.

اقتصاد پوهانو د شاتو له مچیو د زده کړې نظریې ته د (مثبت جانبي اغېز) نوم ورکړی.

مید په ۱۹۵۲ کې ولیکل: یوه سیمه په پام کې ونیسئ، چې له مڼو ډکه ده او د شاتو مچیو ساتنه پکې کیږي.

که د مڼو باغ مالک د مڼو زیاتې ونې کینوي، د مچیو شات هم ورسره زیاتیږي.

د دوی په وینا هغوی، چې زیاتې ونې نه کینوي له دغه مثبت جانبي اغېز څخه بې برخې کیږي.

په بله مانا، دوی له خپلو په لاس لرلو فرصتونو څخه د سمې استفادې وړتیا نه لري.

د دوی په وینا یو شی، چې ممکن نه دی، له شاتو مچیو څخه د غذا په مقابل کې یې د ونو د مالکانو لخوا په مستقیم ډول د پیسو ترلاسه کول دي.

دا نظریه یوه ستونزه هم لري. هغه دا، چې د مڼې د ونې غوټۍ هیڅ شات نه تولیدوي. دا لومړنی شی و، چې جیمز مید د شاتو مچیو په اړه نه ورباندې پوهیده.

تاریخي شالید

په پخوا زمانو کې هیچا د شاتو مچۍ نه ساتلې. انسانانو د دوی د شاتو لپاره په ځان خطرمانه او د دوی ځالې یې پسې لټولې.

د شاتو مچیو ساتنه له ۵ زرو کلونو راهیسې پیل شوې. یونان او لرغونی مصر لومړنۍ دوه سیمې وې، چې دغه کار ته پکې پاملرنه وشوه.

مصریانو د اقتصادي نظریې ترڅنګ دې موضوع ته په مذهبي سترګه هم کتل.

په منځنیو پېړیو کې د شاتو مچیو له کندوګانو څخه د شاتو ویستل یوه لویه ستونزه وه.

خلکو به د اور په لګولو مچۍ تیښتې ته مجبوره یا ووژلې او بیا به یې د دوی له شاتو استفاده کوله.

په ۱۸۳۰ کې د امریکا یو شمېر خلکو د شاتو مچیو د حقونو غورځنګ له دې شعار سره پيل کړ: مچۍ به هیڅکله نه وژنئ!

په ۱۸۵۲ کې یوه امریکايي کشیش لورنزو لانګستروت د شاتو مچیو لپاره خاصه کندو جوړه کړه.

د دغې کندو یوه برخه خلاصیده او کیدای شوه، چې شات یې بهر او بیا د شاتو د ترلاسه کولو لپاره مچیو ته کیښودل شي.

د امریکا مشهور شاعر او لیکوال سیلویا پلات، چې پلار یې مشهور مچۍ پېژندونکی و، د مچیو او شاتو په اړه خوندوره شاعري کړې ده.

څو لسیزې وروسته د استیون چیانگ په نوم یوه مشهور اقتصاد پوه د مچیو په اړه نوې څېړنې وکړې.

اوسنی وضعیت

په اوسني نړۍ کې د امریکا کالفورنیا د شاتو مچیو پلازمېنه ګڼل کیږي.

په دغه ایالت کې د بادامو باغونه په شاوخوا ۴ زره کیلومتره ځمکه کې جوړ شوي.

د باغونو مالکان د شاتو مچۍ ساتي او هرکال تر ۵ میلیارده ډالرو یې له حاصلاتو ترلاسه کوي.

هلته هر هکتار ځمکه ۵ لوی کندوګانې لري، چې هره کندو یې د لږ وخت لپاره په ۱۴۴ ډالرو اجاره کیږي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق