ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د پښې د غټې ګوتې (شصت) انحراف او لاملونه یې

اعلان

ژباړه: نسیمه محمدي

د پښو د ګوتو انحراف د ډېری خلکو ستونزه ده چې هېڅ معلومات یې په اړه نلري. که چېری تاسې یا خپلوان مو د دې ستونزې سره مخ یئ، نو اړینه ده دا مطلب ولولئ.

د پښو د شصت ګوتو کوږوالی ارثي ریښه لري

 

images (4).jpg

د پښو د شصت ګوتو انحراف زیاتره ارثي وي. دا په دې معنا نده که پلار یا نیکه دا ستونزه ولري، نو زوی یا لمسیان به یې حتماً دا ستونزه لري. همدارنګه د پښې د غټې ګوتې کوږوالی په نارینه وو کې نسبت ښځینه وو ته کم دی. خو ممکن نیکه یا انا مو دا ستونزه ولري او لمسیانو ته یې هم ورسېږي.

 د جګو پوندو بوټونه دا ستونزه نوره هم ډېروي

images (2).jpg

هڅه وکړئ چې له جګو او نوک تېزه بوټونو څخه ګټه وانخلئ. د څېړونکو په وینا: دا ډول بوټونه د پښو د ګوتو په کوږوالي کې ډېر رول لري.

د راپورونو په اساس، لامل یې دا دی چې جګ بوټونه پښه غېر عادي حالت ته کشوي او دا د دې لامل ګرځي تر څو د پنجې په ښکتنۍ برخه ډېر فشار راشي او دا ټول د ګوتو د انحراف سبب ګرځي. جګ بوټونه د پښو عضلې کلکوي. نوک تېزه بوټونه د ګوتو د کږېدو او جمع کېدو سبب ګرځي او وضعیت لاپسې بتروي.

 د پښو د ګوتو کوږوالی د هډوکو وده نده.

 

download.jpg

د تر سره شویو څېړنو په اساس د پښو د ګوتو کوږوالی د هډوکو د ودې لامل ندی، اصلي لامل یې هغه شرایط دي چې د پښو د شصت مفصل او هډوکي له داخلي لوري په پوستکي فشار راوړي. د هډوکي له حده زیاته وده هم کولای شي دا کوږوالی زیات کړي، خو د هډوکو وده په یواځې د دې ستونزې لامل کېدی نشي.

 کوږوالی په بېلابېلو اندازو وي

 

images (7).jpg

د پښو د ګوتو کوږوالی په کوچنۍ اندازه پېل او په تدریجي ډول وده کوي. د ودې موده یې توپېر کوي. د کوږوالي کچه کېدی شي ډېره چټکه وي او کله هم د څو کلونو په موده کې ډېر شي. د ځینو پښو کوږوالی د تل لپاره کوچنی پاتېږي، خو ځینې یې ورو، ورو غټېږي. د پښو د ګوتو کوږوالي درد د هغه د سایز او اندازې سره تړاو نلري. ځینې وختونه لوی کوږوالی اصلا درد نلري، خو کوچني انحرافونه د شدید درد لامل کېدای شي.

 د پښې د شصت انحراف کولای شي د پښې بڼې ته بدلون ورکړي

 

images (5).jpg

د پښو د شصت ګوتو کوږوالي ته مو پاملرنه وکړئ. ځکه که د پښې انحراف پرمختګ وکړي کوږوالی لا ډېرېږي او امکان شته چې د پښې دویمې  ګوتې په لور ګږېدل پېښ شي. د شصت ګوته کولای شي د دویمې ګوتې ځای ته بدلون ورکړي او ممکن د څنګ ګوتې پر سر ځای ونیسي. د دې وضعیت په دوام دوهمه ګوته خپل ځای بدلوي. ممکن دوهمه ګوته د غټې کوتې په سر مایله شي او پاتې ګوتې هم په هماغه لوري متمایلې شي. په هر صورت باید پوه شئ د پښو د شصت انحراف د پښو د شکل بدلون لامل ګرځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.