کلتور او هنر

انوشکا له شاه رخ خان غوښتي، چې فلم کې د ویرات کولي کیسه بیان کړي

لیکنه: یاران هنر
اعلان

انوشکا شرما چې د ویرات کولي مېرمن ده او په مینه یې واده ورسره کړی، له شاه رخ خان څخه غوښتي چې د ده د خاوند ویرات کولي په څېر ږیره پرېږدي او بیا په یو فلم یا سټېج شو کې ځان د ویرات کولي په څېر جوړ کړي او د هغه د کرکټ کیسه بیان کړي.

انوشکا شرما په زیرو یا صفر فلم کې له شاه رخ خان سره رول لوبوي.

د فلم د ټرېلر لېنک:

د بالیووډ پاچا شاه رخ خان او د فلمي نړۍ دوه ښځینه ستورې کترینه کېف او انوشکا شرما له شاه رخ خان سره په زیرو فلم کې یو ځای دي.
د دغه فلم ټریلر یا های لایټس د ډېسمبر په ۲۱ مه نېټه خپور شوی دی.

انوشکا شرما؛ شاه رخ خان ته ویلي، چې مخکې تا یو ځل ږیره پرېښې وه او د ویرات کولي په څېر ښکارېدې، باید یو ځل بیا د هغه لپاره د ویرات کولي رول ولوبوې.

خان ویلي که ویرات کولي اجازه ورکړي؛ دی تیار دی چې فلم یا شو کې د ویرات کولي رول ولوبوي.

په دې شو یا فلم کې به شاه رخ خان ځان د ویرات کولي په څېر جوړوي او کترینه کېف به ځان د انوشکا شرما په څېر جوړوي او بالاخره دواړه به د دوی د مینې او کرکټ د لوبو په اړه صحنه جوړوي.

شاه رخ خان به د ویرات کولي په اړه یو مضمون برابروي او هغه به بیا د فلم په رول کې داخلوي.

له دې وړاندې شاه رخ خان په (جب هري مېټ سېجل) فلم کې هم همداسې یو رول لوبولی دی، هغه ږیره پرېښې وه او لکه د ویرات کولي په څېر ښکارېده.
ویډیو یې :

ویډیو :

شاه رخ خان ۵۴ کاله عمر لري.

انوشکا شرما ۳۱ کلنه ده او تېر کال یې له ویرات کولي سره واده وکړ.

د ویرات کولي او انوشکا د واده لومړۍ کلیزه د ډېسمبر په ۲۶ مه نېټه په اسټرالیا کې لمانځل کېږي.
په همدغه تاریخ د باکسېنګ ډی ټېسټ لوبه هم کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر