سینما او موسیقي کلتور او هنر

د باليووډ بادشاه، هيڅ ستړيا نه مني

لیکنه: یاران هنر

ليکنه: رضوان خان

هغه شخص چې د راتلو سره سمدلاسه یې بالیووډ کې خپل شتون ستره کارنامه او خپل د استعداد په زور په بیلا بیلو رولونو کې ځان ټولي نړۍ ته ثابت کړ.

که څه هم نوموړي ته د “میني د بادشاه” لقب ورکول سو خو ده هیڅکله ځان په یوه رول کې پرې نښودی او هر فلم کي يې د یوه نوښت او نوي طرحي سره دمینوالو پر زړونو ټاپه ولګول.

اوس هم د “زیرو” فلم ناکامي چې دده د دوو کلونو د زحمت نتیجه وه د شاه یاد، نظر او په قسم، قسم رولونو کې د فیټ کیدو او نویو نوښت درلودنکو فلمونو کې د رول لوبولو نظریه له مینځه نده وړې.

نوموړي په خپله یوه نوي مرکه کې داسي وویل:
د ژوند لویه بیړه مې دا ده چې تکراري نسم، او تکراري او خسته کوونکي رولونو او فلمونو کې هر ځل ونه لوبیږم، داسي فلمونه چې زحمت نه پکښي کښل کیږي، نه هم مفهوم او نوښت درلودنکی وي فقط د ۴۰ ورځو په جریان کې یې د شوټینګ چاري مکملي ختمیږي، او پرله پسي هم ریلیز کیدلای سي او هم د مصالې (جنګ او مسخرو) درلودلو په خاطر بوکس آفس کي هغه وخت کامیابه تیریږي خو وروسته یې څوک یادوي لا نه، او د بالیووډ د ډېرو فلمونو غوندي د ذهنونو په زړو تاخچو کې کښيښودل او کال وروسته بیرته د خلکو د طرفه هیریږي.
او زه هم هغه دستمزد او دفلم څخه تر لاسه سوي پیسې اخلم او پر هغه به ځانته نوی ماډل موټر رانیسم
په دي هیله یم چې هیڅ وخت داسي وخت رانسي چې ځان ته ووایم چې نور بس ده نور سم کار نسم کولای هسي تر سر به یې تیروم.

هغه زیاتوي؛ کوم نوښت او ښکلي نظر او نوي څه به مینوالو ته نه وړاندي کو، زه داسي ناکامه وخت نه غواړم.

ضروري نده چې خلک یې د خپل مسلک بادشاه بولي هغه به د رښتیا بادشاه اوسي د ځینو ځینو فقط نظریه لا کفایت کوي او دا ثابتوي چې رښتیا هم دا شخص جوړه نلري.

که څه هم د شاه رخ وروستي کلونه دده د مسلک بیخونده وختونه دي خو بیا هم د فیصدۍ په لحاظ ترټولو اکټرانو بريالی دی او هر ناکامه فلم يې يوه مړۍ مانا او تجربه لري خو دا چي د هند خلک یوازي جنګي فلمونه خوښوي نو ځکه ددوی د فکر تر دایره لوړ فلمونه ناکاميږي.

د باليووډ بادشاه يوازینی فلمي ستوری دی چي ټوله نړۍ يې پيژني او په بيليونونو مينوال لري.

هرکله غواړي د مانا او د مفهوم څخه ډک فلم جوړ کړي او د هر ډول رول په ادا کولو کي لاجوابه اکټينګ کوي.

د شاهرخ خان مينوالو ته بد خبر دادی چي نوموړی سږکال هيڅ فلم نه ريلیز کوي.
خو په نيږدې راتلونکي کښې به د ډان۳ فلم د شوټينګ چاري پيل کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر