سینما او موسیقي

د شاه رخ خان لور په کوریايي سندرغاړي مئینه شوې

د هندي سینما د تکړه او مشهور فلم ستوري شاه رخ خان لور سهانا خان د کوریا په یوه فلم ستوري باندې مئینه شوې ده.

سهانا خان د بالیوډ د مشهور خان شاه رخ خان لور ده چې غواړي د خپل پلار په څېر په سینما کې ځانته ځای ومومي.

سهانا خان تازه پر خپل انسټاګرام اکونټ باندې په ژوندي چټ په جریان کې هغه مهال چې د خپلو مینوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ویل د کوریایي فلم لوبغاړي سره یې د خپلې مینې اظهار کړی.

په ژوندي چټ کې د خبرو پر مهال یې هغه وخت چې ترې یو چا وپوښتل چې د کوم ممثیل سره بهر تګ یې خوښیږي؟ نو نوموړې سمدلاسه ورته د کوریا د مشهور اداکار او سندرغاړي سوهو نوم اخیستی.

دغه راز یې پر انسټاګرام د دغه کوریایې سندرغاړي او فلم لوبغاړی سوهو تصویر هم شئیر کړی او ویلي دی دا یې زیات خوښیږي او غواړي چې بهر ته له نوموړي سره یوځای ووځي.

د کوریا ستوري سوهو اصلي نوم کم جون میون دی او د جنوبي کوریا د زیات محبوبیت لرونکي ډلې ایګزو سندرغاړی دی.

سوهو نه یوازې یو ښه سندرغاړی دی بلکې سندره لیکونکی هم دی او د دې تر څنګ پرې د ښایست لورینه هم پرېمانه شوې.

سهانا هم بالیوډ سینما خپل ځان ته په ځای پیدا کولو بوخته ده خو تر اوسه یې په کوم فلم کې کار نه دی کړی.

نوموړي اوس د شیکسپیر ډرامي (رومیو جولیت) کې د جولیټ رول لوبولی چې انځورونه یې پر ټولنیزه میډیا خپاره شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی