سینما او موسیقي

شاه رخ خان هغه رازونه ښکاره کړل چې ولې اکشي کمار سره فلم کې نه لوبیږي

د هندۍ سينما مشهور فلمي ستوری شاه رخ خان چې د دغه سينما په بادشاه هم مشهور دی هغه لاملونه یې روښانه کړه چې له مخې یې دی ولې په یوه فلم کې بالیوډ د تکړه او زیارکښ لوبغاړي اکشي کمار سره په یوه فلم کې کار نه کوي.

سره له دې چې د دواړو فلم ستورو کلونه کلونه په دغه نړۍ کې لوبېدو وشول، خو داسې هیڅ فلم تر اوسه نه دی ریلیز شوی چې دوی دواړو په کې جوړه کار کړی وي.

په وروستیو کې د فلم د مینوالو سره داسې پوښتنې راپیدا شوې وې چې ولې دغه دواړه تکړه د فلم لوبغاړي په یوه فلم کې تر اوسه نه دي راښکاره شوي.
خو تازه شاه رخ خان دغه پوښتنو ته په یوه مرکه کې حیرانوونکي ځوابونه ویلي دي.

په وروستي ځل د شاه رخ خان (زیرو) فلم هم د مینوالو په متاثره کولو کې پاتې راغی او ښه بازار یې ونه کړ، خو په مقابل کې اکشي کمار په کال کې ۳،۳ فلمونه په وړاندې کولو سره بیا هم مخکښ دی او د نوموړي هر فلم کامیاب ثابت شوی دی.

دغه دواړو لوبغاړو په فلم نړۍ کې ۲۵ کاله کار کړی خو د یوه بل سره جوړه راښکاره کېدل یې لا هم د مینوالو ارمان دی.

اکشی او شاه رخ خان په ۹۰یمه لسیزه کې د بالیوډ سينما ته راغلي خو د دومره وخت په تېرو یې جوړه فلم نه دی ریلیز شوي، کله چې مینوالو د شاه رخ خان څه وپوښتل نو نوموړي ورته حیرانونکی ځواب ووایه:
څومره ژر چې اکشي کمار پاڅېدلی شي نو هم وختي دی نه شي وېښیدلی او کله چې يې د کار وخت شروع کيږي نو هغه د کار څخه بېرته د ګرځېدل لپاره چمتوالی نیسي.

شاه رخ خان زیاته کړي چې په شپه کې ورته خپل فلمي کارونو کول خوښوي خو په خبره یې فکر نه کوي چې زیات خلک دې د ده په څېر په شپه کې شوټینګ کولو خوښ کړي.

هغه وایي که سره یوځای ولوبیږي نو شاید د اکشي کمار سره د کار کولو به پوره خوند واخلي خو په خبره یې که دواړه هم په یوه فلم کې غوره شو نو وایې بیا هم فکر نه کوي چې سره جوړه دې د فلم په سیټ ولیدل شي ځکه که زه راځم نو اکشي کمار به ځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی