سپورټ کلتور او هنر

شاه رخ خان؛ که زه ښځه وای، ویرات کولي به میړه وای

شاهرخ خان چې د بالیووډ پاچا بلل کېږي د یوې خبریالې په ځواب کې ویلي، چې که زه ښځه وای ویرات کولي سره مې واده کاوه.

هندوستانۍ رسنۍ زیاتره وخت فلمي ستوري او د ورزش له ډګره کورني او بهرني لوبغاړي مېلمانه کوي، چې دوی سره په خپرونه کې ډېر ګپ شپ هم لګوي، هندوستانۍ رسنۍ د انټرټېنمېنټ یا ګپ شپ لپاره ځانګړي پروګرامونه لري، چې د دغو پروګرامونو څخه په ګټې اخېستنې مشهور خلک دعوت کوي او بیا ورسره ازاد ګپ لګوي.

د شنبې په شپه یوې هندۍ رسنۍ شاه رخ خان، ویرات کولي، د ویرات کولي مېرمن انوشکا شرما او کټرینه کېف مېلمانه کړي وو، چې ټول په خپلو برخو کې د نړۍ په کچه مشهور لوبغاړي دي.

ژورنالېستې د یوې مبهمې پوښتنې په توګه وویل، چې ویرات کولي او انوشکا شرما، پریانکاچوپړا او نېک جونز، رنویرسېنګ او ډيپېکا پاډوکون واده کوي. نور یې پوښتنه بشپړه نه کړه.
شاهرخ خان په ناڅاپي ډول د مسخرې او ټوکې په پار په ځواب پیل وکړ.
نوموړي وویل هغه واده او مینې چې تر ټولو یې زیات وخت ونیو هغه د انوشکا شرما او ویرات کولي ملګرتیا او واده و.
دې سره په شو یا ننداره کې ناستو کسانو ټولو زیات وخندل او ماحول خنداور شو.

وروسته بیا کترینه کېف هڅه وکړه، چې د خبریالې د نظر مطابق توضیحات ورکړي، چې ګواکې د ژورنالېستې د پوښتنې مطلب دا نه و، چې شاهرخ خان یې ځواب ورکړ، بلکې بل څه و.

کټرینه زیاته کړه، کله چې ویرات او انوشکا شرما په اېټالیا کې واده وکړ، تصویرونه یې ډېرجذاب وو او انوشکا شرما ډېره ښکلې ښکارېده.
کټرینه زیاته کړه، ټول هغه ماحول چې د واده لپاره برابر شوی و، ښکلې او ښایسته و.

شاهرخ خان په وروستیو کې بیا د خپلې ټوکې جبران په دې وکړ، چې مخکې یې ویلي وو، چې د ویرات کولي او انوشکا واده زیات وخت ونیو.

د دې ټوکې جبران یې داسې وکړ، شاهرخ خان وویل، که زه چېري ښځه وای ویرات کولي به مې خاوند وای.
چې دې سره ویرات کولي، انوشکا شرما او شاهرخ خان په خندا شول او یوځل بیا ماحول خندوار شو.

شاهرخ خان ۵۳ کاله عمر لري او د سېنما په نړۍ کې خورا مشهور لوبغاړی دی.

ویرات کولي بیا د کرکټ په نړۍ کې د سر له پاسه سر نه مني او انوشکا شرما بیا د پي کی فلم وتلې اداکاره ده.
او کټرینه کیف بیا د ښکلو ښځینه اداکارو په منځ کې ځانګړی ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې