کلتور او هنر له نړۍ

د کپل شرما بخت بیدار شوی، هم واده کوي او هم یې ځنډیدلی پروګرام بیا پيلیږي !

هندوستان د ټلویزیون مزاحیه خپرونو تکړه وړاندې کوونکي کپل شرما د ځنډیدلي پروګرام پرمو(د خپرونې څخه جوړ شوی اعلان) خپور شو، چې په ځانګړي انداز کې جوړ شوی او د ډېرو مینوالو د خوښې وړ یې ګرځېدلی همدا لامل دی چې په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو خلکو له خپور شوی.

د هندوستان شهرت لرونکی تلویزیون سوني ټي وي او کپل شرما (دی کپل شرما شو) لومړنۍ پرمو خپره کړي چې د تېرو ټولو پرمو او خپرونو څخه په جلا انداز کې معلومیږي.

په دغه خپره شوې پرومو کې د هر عمر لرونکي او هرې طبقي خلک د کپل شرما خندونکي اکټونو او خبرو ته د خندا په حال کې ښکاري، په داسې حال چې د دغه پرومو په واسطه دا پیغام هم خپروي چې د (کپل شرما شو) په څه ډول سره د ټولو خلکو د یوځای کولو لپاره کار کوي.

د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې د کپل شرما د دغه ځنډیدلي پروګرام پيل لومړۍ خپرونه کې به شاه رخ خان او ورسره د هغه د زیرو فلم ټیم کټرینه کیف او انوشکا شرما برخه واخلي او دغه خپروني لومړني مېلمانه به وي، چې به په دغه خپرونه کې پر زیرو فلم، خپلو کارګردګیو او ژوند خبرې وکړي.

تر اوسه د دغه ټلویزیوني پروګرام د خپرېدو دقیق تاریخ نه دی خپور شوی.

بل لورته:


تېره ورځ کپل شرما د خپلې ملګرې سره د واده کولو بلنلیک هم خپور کړی او خپلو مینوالو ته یې د شو د پيل تر څنګ یو بل زیری هم ورکړ.

شرما په خبره د خپلې ګرل فرینډ ګیني چهاتراتهـ سره به د راتلوونکي میلادي ډسمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه واده وکړي او د بلنلیک د شریکولو سربېره یې له خلکو د نیکو هيلو دعا هم غوښتې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی