سینما او موسیقي

د شردها کپور د واده لپاره چمتووالی روان دی

۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونه په هندي سینما کې د ودونو په کال یادیږي او په تېرو دوه کلونو کې انوشکا شرما، ډپيکا پډوکون، پریانکا چوپړا او نیها دهوپیه په څېر نوموتو فلمي لوبغاړو ودونه وکړل.

داسې خبرونه هم شته چې عالیه بهټ، ورون دهون، رنبیر کپور، سشمیتا سین، ملائیکا اروړا ارجن کپور به هم ډېر ژر ودونه وکړي، خو په پورته یادو شويو کسانو کې تر اوسه هیڅ یو د خپل واده د ژر کېدو تائید نه دی کړی.

اوس خبرونه خپاره شوي چې د نورو ستورو په څېرو دا ځل د بالیوډ د منفي رول اداکوونکي شکتي کپور لور شردها کپور هم ناوي کېدو لپاره تیاری نیولی.

ویل شوي چې شردها تر راتلونکي کال پوري د واده په اړیکه وتړل شي.

نیوز ۱۸ په خپل یوه خبر کې د یوې خبرې ادارې په حواله لیکلي، چې شردها کپور راتلونکی کال د خپل پخواني ملګري فوټوګرافر روهن شریستها سره واده کوي.

د رپوټ له مخې د دواړو تر منځ د تېرو ۲ کلونو راهیسې اړیکې دي او دواړو څو ځل سره یوځای هم لیدل شوي دي.

په رپوټ کې راغلي چې دوی پرېکړه کړې چې د خپلې دوستۍ اړیکې په واده بدلې کړي او ویل کیږي چې دواړه به ډېر ژر په دې تړاو اعلان هم وکړي.

په رپوټ کې دا هم راغلي چې شردها کپور لخوا د ناوې کېدو پر پرېکړه یې مور هم خوشحاله ده او د خپلې لور د واده لپاره یې چمتوالی پيل کړی.

د یادولو ده د فوټوګرافر روهن سره تر اړیکو وړاندې شردها کپور د فلم ستوري فرحان اختر سره د یارانې تار غځولی وه او هندي رسنیو داسې خبرونه هم خپاره کړي وه چې د دواړو واده کېدونکی دی.

خو له هغې وروسته د دواړو تر منځ اړیکې خرابې شوي چې بیا شردها کپور د فوټوګرافر روهن شریستها سره او فرحان اختر د ماډلې شبانې ډنډیکر سره اړیکې پيدا کړې.

لکه څنګه چې په هندي رسینو د شردها کپور د واده خبرونه خپاره شوي دغه راز د فرحان اختر او شبانې ډنډیکر د واده خبرونه هم خپاره شوي دي، خو تر اوسه یو هم د خپل واده تائید نه دی کړی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی