سینما او موسیقي کلتور او هنر

شکیلا ناز او بیرته هنر ته مخه؛ ژورنالیست فاروق فراق ته واده شوه

لیکنه: یاران هنر

لیکنه: صادق طارق

د پښتو مشهوره او خوږ غږې سندرغاړې شکیلا ناز له کلونو نادرکۍ وروسته بیا هنر ته مخه کړې او ورسره یې له مشهور ژورنالیست او لیکوال فاروق فراق سره واده وکړ.

د واده مراسم
د شکیلا او فاروق فراق واده د کوزې پښتونخوا په یوه هوټل کې د لسګونه مطرحو هنري څېرو په ګډون ترسره شو.

په دې مراسمو کې استاد خیال محمد، رحمت شاه سائل، اباسین یوسفزي، اقبال شاکر، بخت زاده دانش، سلیم صافي، اکبر سیال، حسینه ګل تنها، کرن خان کرن، لیلاخان، همایون خان، بختیار خټک او ګڼو نورو هنرمندانو او فرهنګیانو برخه اخیستې وه.

له خپل مېن سره مرکه
د شکیلا ناز د ژوند ملګری فاروق فراق، چې پرخپل یوټوب چینل یې د شکیلا ناز یوه مفصله ویډیویي مرکه خپره کړې، وایي دا د نوموړې لومړنۍ مرکه ده، چې له رسنیو سره یې کوي.

په دې مرکه کې شکیلا ناز وایي: په جرئت سره وایم، چې ما له پیاوړي شاعر او ژورنالیست فاروق فراق سره مینه لرله.

شکیلا دا هم وایي، چې زړه یې څه وغواړي، ترلاسه کوي یې؛ ځکه خو یې له فراق سره د مینې واده وکړ.

وېل کیږي، چې فاروق فراق بل واده هم درلود او دا یې دویم واده دی.

د شکیلا ناز د بل واده معلومات نشته، خو له عمر نه یې ښکاري، چې ممکن دې هم پخوا بل واده کړی وي.

زوکړه او سیمه
شکیلا ناز د پېښور د صوابۍ ده، خو په مردان سیمه کې زیږیدلې ده.
هغې له خپل ژورنالیست خاوند سره په مرکه کې د عمر په اړه یې څه ونه ویل او خاوند یې هم څه ونه پوښتل.

د ژوند ملګري یې ( فاروق فراق) بیا- بیا په مرکه کې د شکیلا د هنر ترڅنګ د هغې ځواني ستایله او ویل یې چې کلونه وروسته هم شکیلا هماغسې ځوانه او ښایسته پاتې ده.

د شکیلا هنري ژوند


شکیلا ناز وایي په هنري کورنۍ کې زیږیدلې او پلار یې فقیرمحمد چې مشهور ارمونیه غږونکی و، د دې د هنر استاد و.

د ناز په وینا د هغې نیاګانې هم سندرغاړې وې او وریندار، خویندې او وریرونه یې هم سندرې وایي.

شکیلا وایي کور کې به پلار پرې د موسیقۍ تمرینونه کول، خو پر سټیج سندرو ویلو ته راتګ یې تصادفي و.

د هغې په وینا ۱۱ کلنه او د ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکې وه، چې له خپل تره ارادت حسین سره د ماه جبین قزلباش یوه کنسرت ته لاړه.
شکیلا وایي تره یې د دغه کنسرت د ډایرکشن مسول و.
مېرمن ناز وایي د ماه جبین د نه راتګ له کبله یې تره دا سندرو ته را بولي، چې سندرې ووایي.
همدې سره شکیلا سندرې وایي او ځلیږي.

ګل بشرې مه شکوه ګل
دا د شکیلا ناز لومړۍ سندره ده، چې پر ټلویزون یې ویلې ده.
شکیلا وایي اوس یې چې بیا له اوږده ځنډ وروسته بیا سندرو ته مخه کړې، دا سندره یې بیا ویلې.
آغلې ناز وایي د یادې سندرې د ویلو پر وخت پرې خلکو د کابلۍ ګومان کړی و.

شکیلا او هنري چوپتیا
شکیلا ناز اوږده کلونه له هنري نړۍ لیرې او په وینا یې په ځینو ستونزو کې ښکېله وه.
د هغې په وینا څه موده په کاناډا کې وه او هم یې سوداګریزې بوختیاوې لرلې.
هغه وایي سندرې یې ځکه ځنډولې وې، چې د پخوا په شان یې ویلای نه شوې.

هنر ریاضت غواړي
شکیلا خپل خوږ غږ او ښایست دواړه د خدای کرم ګڼي او وایي د دې ترڅنګ د سندرو د ښه ویلو یو دلیل یې زیات هنري ریاضت و.
شکیلا وایي دې به د یوې سندرې لپاره یوه اونۍ ریاضت حتما کاوه.

هغه د هغه وخت هنري چارې ستونزمنې ګڼي او وایي په ځلونو- ځلونو یې د یوې کوچنۍ تېروتنې لپاره ټوله سندره له سره ویلې، خو د ټیکنالوژۍ اوسنی پرمختګ ستایي.

د شکیلا په وینا ټیکنالوژۍ هم هنرمندانو ته اسانتیاوې برابرې کړي او هم یې د ریاضت مخه ډب کړې.

نوی ژوند، نوی البم
شکیلا د نوي ژوند له پیلولو سره په هم مهاله توګه د (نوی ژوند) په نوم د سندرو د یوه نوي البم د تیارولو خبر هم ورکوي.
د دې په وینا دا البم یې ۱۱ سندرې لري، چې هرې یوې ته یې نیږدې یوه میاشت خواري کړې او په یوه کال کې یې البم بشپړ شوی.

د دغه البم څو سندرې داسې دي:
پخپله خاوره باندې بل اور ته یې ډېر وژړل
یو مسافر راغی او خپل کور ته یې ډېر وژړل

★★★
زنده ګي څه ده د اور لمبه ده، ته پکې سوزې، زه پکې سوزم
زړونو کې څه دي، سترګو کې څه دي، ته پکې سوزې، زه پکې سوزم

د خوښې سندرغاړي
شکیلا ناز د استاد خیال محمد، نازیه اقبال، هارون باچا، ګلپاڼې او په همدې کچه د نورو مشهورو سندرغاړو سندرې خوښوي.

د فاروق فراق په اړه
فاروق فراق د کوزې پښتونخوا مشهور ژورنالېست او لیکوال دی.
فاروق د وحدت ورځپاڼې ترڅنګ مهمو نورو رسنیو سره کار کړی او کالمونه یې ورته لیکلي.
هغه اوس له امریکا غږ رسنۍ سره کار کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر