سپورټ نړیوال کرکټ

شېکردوان ولې له سنرایزر حیدراباد جلا شو؟

شېکردوان چې د هندۍ لوبډلې سربېره په آې پي ایل سیالیو کې د حېدراباد لوبډلې اوپنر یا پېلوونکی لوبغاړی و اوس یې د حېدراباد لوبډلې د پرېښودو پرېکړه کړې ده.

نوموړی غواړي چې په ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالیوکې ډیلي لوبډلې ته ولاړ شي.

شکېردوان د درې لوبغاړو په بدل کې ډیلي لوبډلې ته تللی دی، ویجی شنکر، شهباز ندیم او ابېشک شرما هغه لوبغاړي دي، چې شېکردوان سره تبادله شوي دي.

شېکردوان په ۲۰۰۸ م کال کې ډ‌یلي لوبډله کې لوبېده؛ خو له ۲۰۱۳ م کال وروسته دی په حېدراباد لوبډله کې لوبېږي، ده په تېر کې د حېدراباد لوبډلې لوبډلمشري هم کړې ده.

د ۲۰۱۳ م کال راهیسې نوموړي ۹۱ پاڼۍ توپ وهنه کړې ده، چې په دغو لوبو کې یې ۲ زره ۷۶۸ منډې کړي دي.

شېکردوان د یوې سوداګریزې معاملې په ترڅ کې ډیلي لوبډلې ته ولاړ، د کرېک بز وېب پاڼې د راپور له مخې د شېکردوان په بدل کې ویجی شنکر، ابېشک شرما او شهباز ندیم حېدراباد لوبډلې ته ورکړل شوي دي.

شېکردوان ځکه ډیلي ته ورکړل شوی دی، چې نوموړی د ار ټي ایم یا د ډیلي لوبډلې د پخواني غړیتوب کارت لري. آر ټي ایم ، د رایټ اف د مېچ لنډیز یا مخفف دی.

کله چې د آې پي ایل په لومړي پړاو ۲۰۰۸ م کال کې شېکردوان له ډیلي سره ولوبېد، له هغې وروسته له ممبيي انډیئنز، دیکان چارجرز او حېدراباد لوبډلو سره لوبېدلی، چې یو ځل بیا به په ۲۰۱۹ م کال کې له ډیلي لوبډلې سره یوځای شي.

شېکردوان به په ډیلي لوبډله کې له رېشاب پنټ، ګاټم ګمبیر او منجوټ کرلا سره یوځای شي.

دوان د حېدراباد لوبډلې لپاره تل اوپننګ یا پیل ته راته، نوموړي سره به کله کېن ویلیمسن، کله وارنر، کله شریواټس ګوسوامي، کله ریډيمن ساحا او کله هم الېکس هېلس پیل ته راتلل.

شېکردوان د ار ټي ایم کارډ درلودلو له امله په ۲۰۱۸ م کال کې حېدراباد لوبډلې په دوه نیم کروړه هندي کلدارو اخېستې و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې