سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

تازه؛ شهزاد محمدي لخوا کېچ نیول او غبرګونونه

اعلان

تاسې به شهزاد محمدي لیدلی وي، چې د افغان لوبډلې د لوبو پرمهال هم ټوکې ټکالې کوي، که کوم تلویزیوني چېنل کې مېلمه وي هم ګپ لګوي او همداسې که په سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي بیا یې هم په خوله ګپ شپ جاري وي، کله، کله هغه په لوبه کې د کېچ نیولو پرمهال هم ټوکه کوي او کېچ په مسخره انداز اخلي، یا که سټمپ کوي بیا هم یو مسخره یي انداز ښيي.

د کرېک ټرېکر وېب پاڼۍ د بي پي ایل سیالیو په لړکې ۳۵ مه لوبه کې د لوبې یوه صحنه راخېستې چې شهزاد پکې کېچ نیولی او بیا یې ملاق یا ډایف اړولی دی.

وېب پاڼه وایي دا څه مسئله نه ده، چې شهزاد په هره لوبډله کې وي، خپله خوش طبعي کوي، شهزاد د خوش طبع لوبغاړي په نوم مشهور دی، تاسې به د ۲۰۱۶ کال شل اوریز نړیوال جام په اوږدو کې د ویسټ انډیز خلاف لوبه کې لیدلی وي، کله چې افغان لوبډلې لوبه وګټله؛ نو شهزاد ویسټ انډیزی ډانس پیل کړ، چې بیا ورسره ویسټ نډیزیان هم مله شول او په شریکه یې د قهرمانۍ یا چمپين نڅا وکړه.

همدارنګه د زِمبابوې خلاف د سمیع الله شینواري او شهزاد هغه ټوپ اچول او بیا د هغوی د بدن جنګول لیدلي وي، چې دواړه سره پورته شوي وو.

د همدغه سټایل په اړه د هندوستان یوې رسنۍ له هغه څخه پوښتلي وو، چې تا او سمیع الله شینواري څنګه داسې یو سټایل وکړ؟
شهزاد ورته ځواب ورکړ، چې زه او سمیع الله خپلو کې ډېر ګپ لګوو او همدا علت دی، چې لوبه کې هم سره ګپ شپ لګوو.

شهزاد یو وخت کې فېټ نه و یا یې روغتیا لوبو ته جوړه نه وه، نو بیا ده ته وویل شول چې خېټه او وزن کم کړي، همغه و چې وزن کمول یې پیل کړل او بېرته یې ځان لوبو ته چمتو کړ.

شهزاد څخه په جلال اباد کې یوې سیمه یزې رسنۍ پوښتنه وکړه، چې ستا وزن ولې زیات شو او اوس چې پرهیز کوې، خوراک خو به نه کوې؟
شهزاد ورته په ځواب کې وویل، چې غواړم وزن کم کړم؛ خو وریجې مې ډېرې خوښېږي او بیا یې کله، کله خورم.

اوس شهزاد کولای شي ښې شپږیزې ووهي او خپله وړتیا روښانه کړي.

دا مهال شهزاد د بنګله دېش په سوداګریز لیګ کې له چېټاګانګ وېکېنګز لوبډلې سره لوبېږي، ده د
بي پي ایل په ۳۵ مه لوبه کې د کامېلا وېکټورینز لوبډلې خلاف د ابو جاید په توپ داسې کېچ ونیو، چې د کرکټ د مبصرینو او ځېنو رسنیو پام یې ځانته راواړاوه.

دوی وویل که د شهزاد وزن زیات دی؛ خو روغتیا یې درسته ده او فېټنېس یې ډاډمن دی.

شهزاد په شپاړسم اور کې کېچ ونیو او بیا یې ملاقونه ورسره واړول، چې دې چارې یې خلک وخندول او د هغه چلاکي یې وستایله.

ده د بنګله دېشي کیڼ لاسي توپ وهونکي امرول کېس کېچ واخیست، شهزاد محمدي د چېټاګانګ لوبډلې لپاره وېکټ ساتنه کوي.

د کرکټ مبصرینو وویل که اړتیا وي، چې ملاق واړول شي، شهزاد یې کولای شي.

ځېنې وختونه په لوبه کې ډایف یا ملاق وهلو، ځان غورځولو، ټوپ یا جمپ وهلو او نورو برخو ته اړتیا وي، چې لوبغاړي مجبوره دي همغسې کردار ادا کړي او لوبه کې ښه رول ولوبوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی