سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

شهزاد محمدي د سوداګریزو لیګونو په ۱۱ غوره توپوهونکو کې راغلی

تاسې څو ورځې وړاندې د ۲۰۱۸ م کال د غوره سوداګریزو کرکټ لیګونو د توپ اچوونکو په اړه ولوستل اوس درته د نړۍ په کچه د غوره سوداګریزو کرکټ لیګونو د غوره توپ وهونکو په اړه معلومات درکوو.

ورزشي وېب پاڼې کرېک ټرېکر د نړۍ د مختلفو لیګونوڅخه ۱۱ غوره توپ وهونکي راټول کړي دي، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې خورا ښه کارکرده ګي کړې ده.

دغو لیګونو کې د افغانستان سوداګریز لیګ، د کاناډا نړیوال سوداګریز لیګ، د هندوستان سوداګریز لیګ، د پاکستان لیګ، د بنګله دېش لیګ، د انګلستان لیګ، د سي پي ایل لیګ، بېګ باش لیګ، د افریقا مزانسي ليګ او د عربو ټي ټېن لیګونه شامل دي.

شهزاد محمدي چې تېر کال په دوه لیګونو کې لوبېدلی؛ ځان یې د یوولسو غوره توپ وهونکو په قطار کې راوستی دی.

محمدي د افغانستان په سوداګریزکرکټ لیګ کې د پکتیا پېنترز لوبډلې لوبډلمشر و؛ هغه په دغه لیګ کې په ۹ لوبو کې ۳۴۴ منډې وکړې، چې ۲۸ شپږیزې پکې شاملې وې، شهزاد په دغو لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې وې او د ټول ټورنمنټ غوره توپ وهونکی شو.

له دې وروسته د متحده عربي اماراتو په لس اوریز کرکټ لیګ کې د راجپوتس لوبډلې په ګټه ولوبېد، د دغه لیګ د پیل په لوبه کې شهزاد محمدي ریکارډ جوړ کړ، نوموړي د سِندي لوبډلې پر وړاندې په ۱۲ توپونو نیمه سلیزه جوړه کړه او د چټکو نیمه سلیزو په ریکارډ کې یې له حضرت الله ځاځي، کرېس ګېل او یوراج سېنګ سره ځان سیال کړ.

شهزاد په ۱۶ توپونو ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې په لومړۍ لوبه کې په بریا ونازوله او هم یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخېسته.

غوره توپوهونکي؛
 شهزاد
شهزاد محمدي په ۱۹۸۸ م کال کې د جنوري په ۳۱ مه نېټه د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی اوسمهال ۳۰ کاله او ۳۴۰ ورځې عمر لري.
شا او خوا لس لوبډلو کې د پیلوونکي یا اوپنر لوبغاړي په توګه لوبېدلی دی او وېکټ ساتنه یې هم کړې ده.

یواځې یوه ټېست نړیواله لوبه یې کړې، چې پکې یې ۲۷ منډې جوړې کړي او لوړې منډې یې ۱۴ دي، دا لوبه یې د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې د هندوستان خلاف وکړه.

۷۶ یو ورځنیو لوبو کې یې ۲ زره ۵۰۸ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۳۱ ناسوځېدلې دي.

۶۵ شل اوریزو لوبو کې یې د افغانستان لپاره ګډون کړی، چې ټولې یې پکې ۱۹۳۶ منډې کړي او یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۱۸ ناسوځېدلې دي.

د یو ورځنیو لوبو پیل یې په ۲۰۰۹ م کال کې د نېدرلېنډ خلاف کړی او د شل اوریزو لوبو پیل یې په ۲۰۱۰ م کال کې د ایرلېنډ خلاف کړی دی. واده یې کړی او اولادونه هم لري.

حضرت الله ځاځی
حضرت الله ځاځی چې د افغان لوبډلې کیڼ لاسی ځوان او بې رحمه توپ وهونکی دی، په ۲۰۱۸ م کال کې له افغان لوبډلې سره یو ځای شو، له خطرناکې توپ وهنې وروسته مشهور شو، د افغانستان په سوداګریز لیګ کې یې د شپږ شپږو ریکارډ نړیوال ګوته په غاښ کړل او د نړۍ ګوټ ګوټ کې یې ستاینې وشوې.

نوموړي د بلخ لوبډلې خلاف په یوه لوبه کې په عبدالله مزاري شپږ، شپږ ووهلې او له یوراج سېنګ، هارشل ګېبز، ریوي شستري او نورو لوبغاړو سره ځان په ریکارډ کې سیال کړ.
د ننګرهار لیوپېرډ خلاف لوبه کې یې ۱۲۴ منډې وکړې، چې یواځېنی لوبغاړی سلیزه یې په دغه لیګ کې ثبت کړه.
دی هم د ۱۱ غوره لوبغاړو په قطارکې راغلی.
حضرت الله ځاځی په ۱۹۹۸ م کال کې د مارچ په ۲۳ مه نېټه پکتیا ولایت کې زېږېدلی اوسمهال ۲۰ کاله او ۲۸۹ ورځې عمر لري.

کرېس ګېل
کرېسټوفرهېنري ګېل د ویسټ انډیز کیڼ لاسی توپاني توپ وهونکی دی، چې د نړۍ په کچه لیګونو کې لوبېږي، هغه د افغان په سوداګریزکرکټ لیګ کې د بلخ لوبډلې په ګټه په ۷ لوبوکې ۳۱۵ منډې وکړې.
بل پلو کرېس ګېل د بنګله دېش په سوداګریز کرکټ لیګ کې په ۱۱ لوبوکې ۲۰۱۷ کال کې ۴۸۵ منډې کړې وې.

اېرون فېنچ
اېرون فېنچ د اسټرالیا اوپنر توپ وهونکی دی، چې په شل اوریزو لوبو کې یې بازار ګرم وي، نوموړي په ۲۰۱۸ م کال کې د انګلستان په بلاسټ سیالیوکې د سري لوبډلې لپاره په ۱۷ لوبوکې ۵۸۹ منډې وکړې.

کولېن منرو
کولېن منرو د نیوزیلېنډ کیڼ لاسی چټک توپ وهونکی دی، چې اکثره وخت اوپننګ یا پیل ته راځي، هغه په ۲۰۱۸ م کال کې د هندوستان په سوداګریزکرکټ لیګ یا آې پي ایل کې د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې سره ولوبېد، په ۱۳ لوبوکې یې ۵۶۷ منډې وکړې.

لوک رنکي
لوک رنکي د نیوزیلېنډۍ لوبډلې منخنی او وېکټ ساتونکی توپ وهونکی دی، چې په ۲۰۱۸ م کال کې د پاکستان په سوداګریزکرکټ لیګ کې د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې په ګټه ولوبېد، په دغه لیګ کې یې په ۱۱ لوبوکې ۴۳۵ منډې وکړې او د ټول ټورنمنټ مخکښ توپ وهونکی و.

کېن ویلیمسن
ویلیمسن هم د نیوزیلېنډۍ لوبډلې لوبډلمشر دی، نوموړی په ښي لاس توپ وهنه کوي او ټاپ ارډر بېټسمېن دی، ۲۰۱۸ کال کې د حېداباد لوبډلې په ګټه ولوبېد، په ۱۷ لوبوکې یې ۷۳۵ منډې وکړې او د ټول آې پي ایل غوره توپ وهونکی شو.

ډارسي شارټ
ډارسي شارټ د اسټرالیا کیڼ لاسی الراونډردی، چې په بېګ باش لیګ کې له هوبرټ هرېکېنز لوبډلې سره لوبېږي؛ په ۱۱ لوبوکې یې ۵۷۲ منډې کړي دي.

کاینټن ډیکاک
د سهیلي افریقا وېکټ ساتونکی او اوپنر کیڼ لاسی توپ وهونکی دی، چې د افریقا په مزانسي کرکټ لیګ کې د کپټاون بلېټز لوبډلې په ګټه ولوبېد او په ۱۱ لوبوکې یې ۴۱۲ منډې کړي دي.

لېنډل سېمونس
د ویسټ انډیز پیلوونکی ښي لاسی توپ وهونکی دی، چې په مختلفو لیګونو کې لوبېږي، د کاناډا په ګلوبل سوداګریز کرکټ لیګ کې یې لوبه وکړه، په دغه لیګ کې یې په ۸ لوبوکې ۳۲۱ منډې وکړې او په یوه لوبه کې یې په ۱۰۰ توپونو ۱۴۱ منډې د یادولو دي.
دا و د ۲۰۱۸ کال د سوداګریزو کرکټ لیګونو غوره توپ وهونکي، چې دوه افغان لوبغاړي پکې هم شامل دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی