سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

په نړیوال جام کې د لوبغاړو د بدلون اصول او د شهزاد اصلي کیسه!

لیکنه: ياران

لیکنه: سباوون دُرانی

زمونږ د موندنو پر اساس کله چې یو ټورنمنټ جوړيږي، خپل اصول او قواعد لري. د هرې برخې لپاره ځانګړې کميټې جوړيږي او د مسایلو د موندلو مسولیتونه ورترغاړې وي او دا ټول مسایل په دې خاطر وي چې د کرکټ اصول او مقررات په سمه توګه تطبیق او ټورنمنټ په بریالیتوب سره پای ته ورسيږي.

د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د نړيوال جام سياليو دایرول هم د دومره سترو سياليو د ښې اداره کولو په خاطر بیلابیلې کميټې ګومارلي دي چې یوه یې هم تخنیکي کمېټه ده.

په لیکنه کې به درته ټول مسايل په برخو وویشو چې سر مو پرې سم خلاص شي.

۱ـ تخنيکي کمېټه او دندې یې :

په دې کمېټه کې تر ډېره پورې د کرکټ اړوند څانګو یو ـ یو استازی موجود وي لکه پخواني لوبغاړي، لوبڅار، فیزیو، ميډيا منیجر، مارکيټينګ منیجر او دې ته ورته ډېر نور په کار پوه او دقیق خلک.

کله چې د سياليو پرمهال هره تخنيکي پرېکړه راځي، نو دغه بورډ له هره اړخه د مسایلو تر څيړلو وروسته بیا خپله پرېکړه د سياليو رسنیزې برخې ته سپاري او هغوی یې خپروي.

۲ـ د لوبغاړو ادلون بدلون په کومو اصولو کېږي؟

– تر هغې وخته پورې چې یو لوبغاړی د اړوندو ډاکټرانو د رپورټ پر اساس له لوبو منع شي.
– په لوبغاړو منع شوي درمل ثبوت شي .
– د کرپشن یا فساد په مسایلو کې راګیر وي.
– د لوبو اصول یې مات کړي وي.

ښايي تر دې لا ډير او زیات مسایل وي چې یو لوبغاړی له سياليو منع کوي، خو دا څو کرښې یې ستاسو د معلوماتو په خاطر دلته را اخستل شوي دي.

۳ـ د شهزاد محمدي موضوع:

د کرکټ بورډ پر صفحې د ډاکټر خپور شوی رپورټ ښيي، چې نوموړی د زنګانه په برخه کې جدي ستونزه لري او له رسنیو سره د شهزاد د پرون ورځې څرګندونې چې په کې ویلي یې دي د پاکستان پر وړاندې له لوبې ځکه ووت چې له مخکې یې د زنګانه په برخه کې درد و او دلته یې د لا درد احساس وکړ او بیا ډاکټرانو یې له زنګانه اوبه وویستې او نورې یې ورته پيچکاري کړې هم داسې خبرې دي چې په انګلينډ کې د نوموړي د ټیسټ پایله سمه ده چې بايد تر ډېره وخته د کرکټ پر ځای ارام وکړي.

کله چې دی د پاکستان لوبه کې له لوبې وځي، نو د لوبډلې ډاکټر یې بیايي څو د ټپي کېدلو اصلي لامل یې پيدا اوسمه درملنه یې وشي. په طبابت کې یو ټکي ته (MRI ) وايي چې موخه یې په وجود کې د هر ډول ټپونو رابرسیره کول دي. د شهزاد ايم ار ای ښيي چې د نوموړي په زنګانه کې اوبه زیاتې شوي دي او که دی په همدې حالت کې لوبو ته دوام ورکړي د پښې د ګوډ کېدو لامل یې ګرځي.

دغه رپورټ د کرکټ نړيوالې شورا تخنيکي کمېټې ته ورځي چې هلته د همدې برخې سپيشلیست ډاکټر هم موجود وي، د کميټې د پرېکړې پر اساس بايد کرکټ بورډ بل ويکټ کيپر بیټسمين لوبډلې ته وليږي، چې همداسې وشول.

دغه چاره ښيي چې په دې کار کې نه د کرکټ بورډ د مشرتابه او نه هم د لوبډلمشر لاس دی بلکې یوه خبره دلته جوتيږي، چې ځيني مافیايي کړۍ چې غواړي د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو په خوښه کرکټ په خپل لاس کې ونیسي شهزاد هم استعمال کړی او د دې پرځای چې اصلي کيسه وکړي رسنیو ته یې له اوسنۍ ادارې او ګلبدین نایب شکایت وکړ.

۴ـ د عظیم ملک په وسیله د لوبغاړو د ټپونو پټيدل:

له کله راهیسې چې کرکټ ملي لوبډله هېوادوالو پېژندلې، نو د لوبډلې د فیزیو په توګه به یې د عظیم ملک نوم هم لا تر اوسه په ذهن کې وي، دا چې اصغر افغان او نوموړي ته ورته لوبغاړي چې فزيکي جوړښت یې نه و برابر اړمن و چې ښاغلی ملک لوبډلې سره وساتي. د لوبډلې فیزیو ته کرکټ بورډ درمل اخلي، خو هغه لوبغاړي چې فیټنس نه لري او په وجود کې یې دردونه دي عظیم ملک چې اصلاً یو درمل جوړونکی دی د Steroids په نوم پیچکارۍ جوړولې او دې پیچکاریو کې دا کمال و چې د څو ساعتونو لپاره به یې د لوبغاړي د بدن دردونه ختمول، نو عظیم ملک به د زر امريکايي ډالرو په بدل کې دا پیچکارۍ په لوبغاړو پلورلې چې د رپورټ پر اساس د کرکټ بورډ اوسنی اجرايوي ریس اسدالله خان چې ډير وخت له لوبډلې سره د ويډیو شنونکي په توګه دنده ترسره کړې دا موضوع له عظیم ملک سره څيړلې او کلک اخطار یې ورکړی چې دا چاره بنده کړي.

نوټ: تاسې کولای شئ چې د پورته ذکر شوي انګلیسي اصطلاح په تړاو مکمله څیړنه وکړئ چې دقیق پوه شئ.

۵ـ شهزاد ولې په هوايي ډګر کې رسنیز کنفرانس ورکړ:

که تاسې لیدلي وي اصغر افغان له لوبډلې سره د یوه لوبغاړي په توګه نه بلکې د سفر د مشر په توګه ناست وي، چې دې چارې د ډریسنګ روم ماحول ته ډيره صدمه رسولې او په کابل کې یې ناست ملاتړ کوونکي چې ښايي تاسې یې وپېژنئ شهزاد محمدي دې ته اړ ویست چې رسنیو ته دروغ ووايي او خپله پړه په کرکټ بورډ واچوي. دا په داسې حال کې ده چې د شهزاد د توپوهنې پرمهال د کرکټ د نړۍ هر مبصر لومړی د نوموړي په خېټه او خراب فیټنس بحث کوي او د يوه پيغور په توګه یې افغانانو ته یادوي.

۶: مافيايي کړۍ څه غواړي؟

ـ اصغر افغان بېرته کپتان کول.
ـ نوروز منګل د غوراوي کميټې مشر کول
ـ شفیق ستانکزی چيرمین کول
ـ بشیر ستانکزی اجرايوي ریس کول
ـ شیر اغا همکار د لوبډلې مدیر کول
ـ اوسنی مشر روزونکی په خپلې دندې لا پرېښودل
ـ لوبډلې ته د ځوانو کدرونو مخنیوی او د خپلو کورنیو راوستل
ـ په اداره کې د خپلو کورنیو او نيږدې کسانو راوستل
ـ د تير په څیر له شپږیزې او افغانستان غوره لیګ سياليو په غیرې قانوني توګه د پيسو لاسته راوړل
ـ او په پای کې تر نامعلومې مودې پورې د خپلې واکمنۍ غځول
.
۷ـ اوسنۍ اداره او مسولين څه غواړي؟

ـ د ګلبدين نایب په مشرۍ کې لوبډله ځوانول.
ـ له بهرنیو او سياسي کړيو د ادارې ژغورل
ـ په ملي لوبډله کې د ډلبازیو ختمول.
ـ ځوان او نوي کهول ته د راتلونکو لسو کلونو لپاره د لوبډلې سپارل
ـ او ……………..
اوسنۍ روانه موضوع لا جدي څيړنې ته اړتيا لري، خو ستاسې د اوسني تشویش رفع کولو په پار همدومره به بسنه وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران