ساینس او ټیکنالوژي کلتور او هنر

د شاهد کپور ټویټر هیک شوی او کټرینا سره يې په غم اړولی

لیکنه: شریف شاهین

د هندي سیمنا د ستوري شاهد کپور د ټویټر او انسټګرام ادرسونه د پردیو لاس ته لویدلي او څو پرله پسې ټویټونه او ویډیوګانې ترې خپرې شوې دي.

له اکونټه په خپور شوي پوست کې د پاډوماوتي فلم ستوری رنویرسنګ ټکول شوی دی. د شاهد کپور په هیک شوی ټویټر پاڼه کې لیکل شوي؛

“رنویرسنګ په [پاډوماوتي] فلم کې د علاوالدین غلجي د رول لوبولو لپاره مناسب نه و؛ ځکه غلجی دومره ظالم، ځناور او دروغجن انسان نه و، څنګه چې رنویر سنګ هغه تصویر کړی”.

د انستګرام له اکونټ يې هم دوه پوستونه شوي او هم يې د پروفایل عکس وربدل کړی. ویډیوګاني په ترکي ژبه دي، چې په اغلب ګومان د ټرمپ په اړه خبرې دي.

له ټویټر څخه يې په څلورم پوست کې کټرینا ته د مینې وړاندیز کړی او د (یک تا ټایګر) فلم یوه سندره يې خپره کړې، چې ورسره يې لیکلي دي، “کټرینا، تاسره مینه لرم”.

د شاهد کپور میرمنې پرون دوهم ماشوم (زوی) وزیږوو. کپور شاید نن او یا هم سبا په دې اړه په خپل ټویټر لیکل کړی وی. خو اوس يې اکونټونه هیک شوي دي. تر دې وړاندې هم یو ځل د شاهد کپور اکونټ هیک شوی و.

شاهد کپور نن ماښام خپل انسټګرام بیرته لاس ته راوړ او په یو لنډ مسیج کې يې لیکلي،

“مینوالو، ستاسې د مینې او نیکو هیلو مننه. زما ټویټر او انستګرام هیک شوي وه. انستګرام مې همدا اوس بیرته تر لاسه کړ، خو ټویټر اوس هم هیک دی.”

نوموړي غوښتنه کړې، چې د ټویټر سره دې دوی هیڅ ډول تماس نه ساتي، تر څو بیرته ددوی لاس ته نه وي ورغلی.

داسې معلومیږي، چې د هرتیک روشن اکونټ د پاکستان ملاتړیو ترکي هیکرانو هیک کړی وي.

په ۲۰۱۶ کال په سيپتمبر کې د هرتیک روشن د فیسبوک اکونټ هیک شوی و، چې هیک کوونکي ترې په ژوندۍ بڼه خبرې کولای او هم يې پروفایل ورته بدل کړی و. خو هغه وخت ډیر ژر د هرتیک د فیسبوک پاڼه د هغه لاس ته بیرته ورغله.

د یادونې ده، چې شاهد کپور په ۲۰۱۵ کال کې د میرا راجپوت سره واده وکړ. له هغې یوه لور چې دوه کلنه ده او یو زوی چې پرون زیږدلی، لري. دوی دواړه ښې اړیکي لري او یو له بله ډیر راضي دي. شاید کټرینا ته يې د مینې وړاندیز دومره لوی جنجال جوړ نه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین