رسنۍ سیاست نړیوال کرکټ

شاهد افریدی: پاکستان خپل څلور ایالتونه نه شي ساتلی، کشمیر دې پریږدي

د پاکستان د کرکټ نامتو لوبغاړي شاهد افریدي په دې وروستیو کې د کشمیر په اړه په یو بیان د پاکستان دننه د پنجاب د ادارې ملاتړي غوسه کړي دي.

په یوې خپرې شوې ویډیو کې شاهد افریدي د کشمیر د برخلیک په اړه د یو کشمیري خبریال په ځواب کې وايي:

” نړۍ له کشیمر یوه لویه ستونزه جوړه کړې چې هومره لویه ستونزه نه ده، هلته چې کوم خلک اوسیږي د ژوند حق باید ورکړل شي. زه وایم ځه! پاکستان ته کشمیر نه دی پکار، هندوستان ته یې هم مه ورکوئ، کشمیر دې یو خپلواک هېواد شي، لږ تر لږه انسانیت خو به ژوندی وی، هغه انسانان چې مري، هغه خو به نور نه مري. نه دې غواړي پاکستان کشمیر، پاکستان خپلې څلور صوبې نه شي ساتلی“

شاهد افریدي په دې ویډیو کې زیاتوي” کشمیریان خپل حق ته پریږدئ، انسانیت لوړ څه دي، هلته چې خلک مري انسان پرې ځوریږي. هر چېرې چې انسان مري هغه که د هر مذهب وي انسان پرې د انسان په توګه ځوریږي.“

که څه هم هندوستان کې د شاهد افریدي ددې څرګندونو تود هرکلی شوی او د خبرونو سرټکي یې جوړ کړي خو په پاکستان کې دننه ددې هیواد د سپورټ ددې پښتانه اتل څرګندونې له سختو عکلس العملونو سره مخ شوې دي.

په پاکستان کې د ټوېټر یو فعال ډاکټر سهیل چیما شاهد افریدی ځان ښودونکی بللی او ویلي دي، هغه کرکټ هم د ځان لپاره کړی او اوس یې چې کرکټ پرېښی خپل وطن پسې خبرې کوي او سپکاوی یې کوي.

شاهد افریدي له دې وروسته پر خپل ټویټر د خپلو خبرو د سپیناوې هڅه کړې او داسې ښکاري چې تر فشارونو وروسته له خپلو خبرو په شا شوی دی. نوموړې ویلي دي، خبرې نیمګړې راخیستل شوې او تر دې مخکې او وروسته څرګندونې ترې لرې شوې دي. هغه زیاته کړې ” کشمیر یوه نا حل شوې لانجه ده او د هندوستان تر وحشیانه اشغال لاندې دی. دا کړکیچ باید د ملګرو ملتونو دپریکړه لیکونو سره سم هواري شي، زه خپله د ټولو پاکستانیانو سره د کشمیري ازادي غوښتونکو د هڅو ملاتړ کوم ، کشمیر د پاکستان دی. “

شاهد افریدي د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی و، چې په خټه پښتون افریدی دی او د خېبر ایجنسۍ اوسېدونکی دی.

هغه په تېرکې د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی؛ خو تېر کال یې له لوبو سره مخه ښه وکړه.

له دې وړاندې په ۱۹۹۴ م کال کې عمران خان هم کرکټ کاوه، هغه هم پښتون و او په خټه نیازي قوم پورې تړاو لري. د هغه په لوبډلمشرۍ کې پاکستان نړیوال جام هم ګټلی و.

کله چې نوموړي له کرکټ سره مخه ښه وکړه؛ نو یې سیاست ته یې مخه کړه، د تحریک انصاف پاکستان ګوند یې جوړ او له اوږدو مبارزو وروسته په ۲۰۱۸ م کال کې د پاکستان صدراعظم شو.

دا چې شاهد افریدي هم په دا ډول څرګندونو غواړي سیاست ته راشي او که څنګه څرګنده نه ده، خو د کشمیر په اړه یې دا څرګندونې د ګڼو هغو کسانو خوښې شوې چې انساني عاطفه لري.

افریدی د پي ایس سیالیو په لړکې د پښتون زلمي لوبډلې لوبډلمشر و او په ۲۰۱۸ م کال کې کراچۍ کېنګز لوبډلې سره ولوبېد؛ خو سږ کال هغې لوبډلې هم نه دی پېرلی او پي ایس ایل سیالیوکې نه دی اخېستل شوی.

.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې