سپورټ فوټبال

د افغان غوره لیګ دوهمه لوبه د شاهین آسمايي او عقابان هندوکش ترمنځ کیږي.

اعلان

نن د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د اتم فصل دوهمه لوبه د کابل زون شاهین آسمايي او مرکزي زون عقابان هندوکش لوبډلو ترمنځ نن د کابل فوټبال فدراسیون په عمومي لوبغالي کي ترسره کیږي.

تېره ورځ د افغانستان فوټبال غوره لیګ پرانیستل سو او د پیل مراسم يې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په ویاړ برابر سوي وه.

همداراز تېره ورځ ددې لیګ لومړۍ لوبه د هرات زون طوفان هریرود او شمالي زون سیمرغ البرز لوبډلو ترمنځ وسوه.

په یاده لوبه کي طوفان سیالي لوبډلي ته یو پر صفر د نبي اسحاقزي د ګول پواسطه ماته ورکړه.

د نن لوبه به د ګروپي پړاو یو جذابه لوبه وي.

عقابان هندوکش دا ځل د شاهین آسمايي د لوبډلي څخه یو شمېر لوبغاړي رانیولي دي، خو د شاهین آسمايي لوبډله بیا دا ځل د ځوانو لوبغاړو څخه تشکیل سوې ده.

شاهین د افغانستان فوټبال غوره لیګ تر ټولو ډېره ۴ ځلي اتلولي لري، طوفان دوه ځلي او د سپین غر بازانو لوبډلي یو ځل دا جام ګټلئ دئ.

ددې لیګ بله لوبه سبا د موجهای آمو او د میونداتلانو د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.